22 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 د ملي امنیت سلاکار د آلمان له سفیر سره وکتل

د ملي امنیت سلاکار د آلمان له سفیر سره وکتل

کابل/ د تلې ۳۰مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوري...

په بلخ کې د شاعرانو او ليکوالانو ټولنه جوړه شوه

٤٣-کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د ځوانو شاعرانو او ليکوالانو...

جمهورريیس غني ولسي جرګې ته نوماند وزیران معرفي کړل

٤٢- کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دحج ملي کميټې غونډه وکړه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د چنګاش پنځلسمه :
دحج دملي کميټې غونډه نن له غرمې مخکې دجمهور رييس  دمرستيال او ددغې کميټې درييس محمد کريم خليلي په مشرۍ غونډه وکړه .
  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، په دى غونډه کې دجمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي  دحاجيانودليږدونې په لاره کې داړوندو ادارو او ارګانونو ترمنځ دلاښې همغږۍ  په رامنځته کولو باندې دټينګار  په ترڅ کې څرګنده کړه چې ټولې اړونده ادارې دې بايد په دې لاره کې لازم تدبيرونه او اقدامات وکړي .
په دې غونډه کې چې دکورنيو هوايي شرکتونو استازو هم برخه لرله ددغو شرکتونو له لارې دحاجيانو دليږدونې دڅرنګوالي په باب خبرې وشوې  اوپريکړه  وشوه چې دصافي هوايي شرکت لس زره تنه  او داريانا او کام اير هوايي شرکتونه  هريو اووه زره تنه يو تن ديوزرو درې سوه شلو امريکايي ډالرو په بدل کې دحج دمراسمودپرځاى کولو لپاره سعودي عربستان ته وليږدوي .
  دغه راز کميټې سعودي عربستان ته دحاجيانو په ليږدونه کې دهمغږۍ  درامنحته کولو په باب غور اوخبرې وکړې .
دغونډې غړو په دې  ارتباط يو لړ نظريې او وړانديزونه  طرحه کړل .
په دې اړوند دحج او اوقافو ، او دترانسپورت او هوايي چلند دوزارتونو او دکورنيو هوايي شرکتونو داستازي په غړيتوب کورني او بهرني  کميسيونونه جوړ شول .
کورنۍ کميسيون دماليې وزارت دمعين په مشرۍ  اوبهرنۍ کميسيون دحج او اوقافو وزارت  او دهوايي شرکتونو داستازو په مشرۍ موظف شول .  چې دهيوادپه دننه اوبهرکې دې دحاجيانو دليږدونې  دڅرنګوالي تنظيم اويوخيل کړي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.