21 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس محمداشرف غني: نننی بامیان د افغانستان په سیاسي روایت کې اساسي رول لري

کابل/ د وږي ۳۰مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس...

مطبوعاتي اعلامیه

٣٩- کابل / د وږي ٣٠مه / باختر د افغانستان پخواني...

په غزني کې سلګونو اړو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

٣٨- کابل / د وږي ٣٠مه / باختر د سرې مياشتې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رئيس له خوا دروژې د مبارکې مياشتې درارسيدو په مناسبت د بنديانو اومحجوزينو د مجازاتو دبخښنې اوتخفيف د فرمان صادريدل .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختر\دسرطان١٧
د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رئيس د روژې د مبارکې مياشتې درارسيدو په مناسبت داساسي قانون د څلور شپيتمې  مادې په اتلسمه فقره کې له ليکل شوي حکم سره سم دکورني اوبهرني امنيت پرخلاف   دجرمونوديوشميرمحکومينو دبند اوحجز دمجازاتو دبخښنې اوتخفيف فرمان صادرکړ .
دغه فرمان دجمهوري رياست د١٣٩١ کال د زمري د مياشتې  د پنځمې نيټې د٤٥ ګڼه فرمان د لومړى مادې ديوولسم جز اوددريمې مادې ددريم جز دتطبيق په باب د چارو د ادارې اود وزيرا نو شورا ددارالانشا  دلوى رياست  درپوټ ،د١٣٩١ کال د سلوا غې د مياشتې د اته ويشتمې نيټې  په ١٢٩ ګڼه فرمان کې ليکل شوى د ازادي دسلب په سيمو کې دبنديانو اومحجوزينو داحوالودحقيقت موندلو د هيئت له خوا د وړاندې شويو رپوټونو ،دديني عالمانو دتوقيف او محبوسيت ددلايلو دڅيړنې په باب د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهوري رياست د مقام د١٣٩١ کال دلړم د مياشتې د١٦ نيټې په ٥١٩١ ګڼه حکم کې د ليکل شوي هيئت درپوټ ، په دغه شان مواردو کې د افغانستان د اسلا مي جمهوريت دعدلي او قضايي کميټې د تصميمونو له مخې اود محکمو دحکمونو دتطبيق دڅارنې د ادارې داجرا اتو په نتيجه کې صادرشوى دى .
دفرمان محتوا په دې شرحه ده .
دمجازاتو بخښنه
لو مړى ماده :
١_ هغه بنديان اومحجوزين چې ددوى دمحکوم بها دبند يا حجز ټوله موده له پنځو کلونو څخه زياته نه وي ، دازادي دسلب په سيمو کې د تيرې شوې مودې په پام کې نيولو پرته دې ددوى د بند اوحجز پاتې موده وبخښل شي او خوشي شي ، په دې شرط چې ددوى ارتکابي عمل چاودنه يا تروراويا دوسلويا چاوديدونکو تو کو جوړول ، پلورنه يا استعمالول ، دبنسټونو اوتاسيساتو ويجاړول يا ماين ښخول يا انسان تښتونه يا يرغمل نيونه نه وي .
٢_ ددغه فرمان په لومړى ماده کې ليکل شوي بنديان او محجوزين چې له پنځو کلونو څخه زيات په بند ياحجز محکوم شوي وي ، په هغه صورت کې ددوى د بند يا حجز پاتې موده  وبخښل شي او خوشي شي چې دغه فرمان دصادريدو ترنيټې پورې ددوى د محکوميت له ټولې مودې څخه څه دپاسه دوه کاله پاتې نه وي .
دمجازا تو تخفيف
دويمه ماده :
ددغه فرمان دلومړى مادې په دويمه فقره کې هغه ليکل شوي بنديان اومحجوزين چې په دې فقره کې ليکل شوي دبخښنې له ښيګڼو څخه استفاده ونه کړاي شي ددوې د محکوميت په پاتې موده کې دې دوه کاله تخفيف راشي .
دتطبيق خنډ
دريمه ماده :
ددغه فرمان په لومړى اودويمه ماده کې دليکل شويو حکمونو له ښيګڼو څخه يوازې د افغانستان اتباع ګټه اخلي او بهرني اتباع له ښيګڼو څخه يې استفاده نه شي کولاى .
داستثنا موارد
څلورمه ماده :
په دې فرمان کې دليکل شويو مجا زاتو بخښنه اوتخفيف دمحکوم بها د تا وان د جبيره کولو اودنغدي مجازاتو حکم نه شامليږي اوپه حق العبدي مورد کې ددعوا د اقامې اود حکم د تنفيذ خنډ نه کيږي .
دتطبيق مرجع
پنځمه ماده :
١_ ددغه فرمان د تطبيق په مقصد په مرکز کې د ازادي دسلب دڅارنوالۍ درئيس ،د ملي امنيت دلوى رياست د استازي ، دمحبس په برخه کې د جيلونو اوتوقيف خونو دلوى رياست دمرستيال اوپه اړونده برخه کې د کابل ولايت د ماشومانو داصلاح اوروزنې دمرکز درئيس په ګډون د افغانستان د اسلامي جمهوريت دسترې محکمې د محکمودحکمونو دتطبيق دڅارنې دادارې درئيس په مشري کميسيون او په ولايتونو کې داستيناف څارنوالۍ اود ملي امنيت دلوى رياست د استازو اودمحبس په برخه کې د جيل او توقيف خونې د مدير اودماشومانو داصلاح اوروزنې د مرکز دامر په ګډون داړونده ولايت د استيناف محکمې داستازي په مشري کميسيون جوړ شي .
٢_ دمحکمو دحکمونو دڅارنې اوتطبيق اداره موظفه ده چې ددې مادې په لومړى فقره کې دليکل شويو هيئتونو په همکارۍ دې د١٣٩٢ کال د زمري د مياشتې تراوولسمې نيټې پورې ددغه فرمان حکمونه تطبيق اودخپلو اجرا اتو په باب دې په ډيرلنډ ممکن وخت کې د چارو دادارې اود وزيرانو شورا ددارالانشا لوى رياست ته رپوټ وړا ندې کړي .
انفاذ
شپږ مه ماده :
دغه فرمان دصادريدو له نيټې څخه نافذ دى

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.