دشهيدانو ، معلولينو ، کار او ټولنيزو چارو وزارت خبرتيا

Written by  manager
Rate this item
(1 Vote)

کابل باختر د چنګاښ اوولسمه :
په اوونۍ کې دپنځه ورځو کار له مخې په کابل ښار کې دروژې په مبارکه مياشت کې دکار وختونه .
دکارپيل دسهار په اتو بجو او دکارپاى دماسپښين دلمانځه داداکولولپاره دغرمې له دولس نيمو بجو  څخه له غرمې وروسته تر يوې بجې پورې دنيم ساعت وقفې په پام کې نيولو سره له غرمې وروسته په دووبجو .
دهيواد په ولايتونو اوبانکونوکې  دکار پيل په اوونۍ کې دشپږو ورځو کار له مخې دپنجشنبې دورځو په ګډون دسهار اته بجې او دکار پاى له غرمې وروسته په يوه بجه تثبيت او ټاکل شوى دى .
  په تعليمي ،توليدي ، تحصيلي ، خدماتي او دايم فعال روغتيايي برخواو موسسو کې (دکار دشفتونو تنظيم )نشراتي موسسو کې دکاروختونه داړوندو مقرراتو او لايحو په پام کې نيولو سره دخپل کار رژيم تنظيم او عيار کړي .
دملي دفاع او دکورنيو چارو وزارتونه او ملي امنيت دې خپل کاري رژيم داړوندو کاري خصوصيتونو په پام کې نيولو سره تنظيم کړي .

back to top