14 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

کابل / د زمري ٢٤مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دکورنيو چارووزارت معين : دده سبز موضوع دې په هراړخيزه توګه وڅيړل شي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د چنګاښ اوولسمه :
دکورنيو چارو وزارت اداري معين نن دده سبز ولسوالۍ له يوشمير مشرانو اوسپين ږيرو سره په کتنه کې وويل چې دده سبز پيښه په هراړخيزه توګه څيړل کيږي .
  دکورنيو چارووزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، په دې کتنه کې چې په ولسي جرګه  دخلکو استازي حاجي الله ګل مجاهد ، دده سبز ولسوال او ددغې ولسوالۍ  دخلکو  يوزيات شمير مشرانو اوسپين ږيرو ګډون کړي  و  لومړى څو تنو دنوروپه استازيتوب  دکابل ولايت  دده سبز ولسوالۍ دملکيتونو  دتثبيت دقضيو او دوروستۍ  پيښې په باب معلومات وړاندې  کړل او ويې ويل  چې په دې پيښه کې  دده سبز يو شمير اوسيدونکي شهيدان اويوشمير نورټپيان شوي دي  خو موږبه په هيواد کې نافذو قوانينو  ته ددرناوي او ددولت دکاري پلانونو دتطبيق په خاطر له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړو او هر هغه څه چې موظف هيئت  دده سبز دځمکې دستونزې اوپه دغې ولسوالۍکې دوروستۍ  پيښې په باب پريکړه وکړي موږ منلو ته يې چمتو يو .
دده سبز دځمکو دملکيت دتثبيت  په باب دکابل ولايت دده سبز ولسوالۍ دخلکو دستونزو دحل کولو او  دوروستۍ  پيښې دڅيړنې په مقصد چې داتو تنو دشهادت او دشپاړسو تنو نورو دټپي کيدو سبب شوې وه دکورنيو چارو وزارت داداري معين  له خوا څيړنيزې ډلې موظفې  شوې چې موضوع په هراړخيزه توګه وڅيړي او دنتيجو په باب به جمهوري رياست ته رپوټ وړاندې شي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.