01 June 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

محمود کرزی  د ښارجوړولو او اراضي وزارت سرپرست او نوماند وزیر وټاکل شو

محمود کرزی د ښارجوړولو او اراضي وزارت سرپرست او نوماند وزیر وټاکل شو

کابل/ ۱۲ جوزا/ باختر د افغانستان اسلامي جمهوریت د چارو ادارې...

د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

کابل / د غبرګولي ۱۲ مه / باختر د افغانستان د...

د سولې بهیر په خورا حساس پړاو کې

کابل / د غبرګولي ۱۲ مه / باختر په اختر...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تبصره :

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر  د چنګاښ ١٨ : 
دافغانستان مسلمان خلک په داسې حال کې  د روژې  مبارکه مياشت پيلوي چې له امنيتي بې ثباتۍ او ستونزو څخه نيولې تر اقتصادي ستونزو پورې ګڼ شمير ستونزې اوخنډونه دهغوى په وړاندې پراته دي.
دباخترآژانس مبصر ليکي :
د روژې مبارکه مياشت مسلمانانو ته يو بل فرصت دى چې دعبادت او بنده ګۍ کړۍ په ځان کې  تنګه کړي  او د نفس د تزکيې او دګناه او ثواب د تفکيک لپاره زيات فکر وکړي اوخپل کړه وړه له ديني لارښوونو سره پرتله کړي .
روژه د زړه د صيقل لپاره فرصت او د شخصيت جوړولو او د ايمان د پياوړتيا لپاره فرصت دى چې بايد هغه غنيمت وګڼو او له هغه څخه دعبادت، طاعت  او امتحان په توګه استفاده وکړو. 
ددغې مياشتې قدسيت او معنوي ارزښت له بلې هرې مياشتې څخه زيات دى. ددغې مياشتې بله ځانګړتيا په دې کې نغښتې ده چې لوى خداى (ج) قرآن عظيم الشان د بشريت  د لارښود او قانون په توګه په همدې مياشت کې نازل کړ. هغه کتاب چې د بشريت برخليک يې وټاکه او انسانانو ته يې د واحد پالنې، دعدل او انصاف د رعايتولو او له اړوکسانو سره د مرستې امر وکړ او هغوى ته يې د خپلو همنوعانو د وژنې او په ناحقه د وينې د تويولو خبردارى ورکړ .
په همدې ترتيب يې بشري ټولنې ته د انسانيت رنګ او بوى وباخښه او مصوونيت يې د خرافاتو او ځان غوښتنې ځاى ناستې کړ.
دروژي مبارکه مياشت  موږ له ماديت څخه لاس اخيستلو اوله معنويت سره پيوستون او د عبادت او تدبير تفکر ته بولي چې موږ خپل کړه وړه او چلند له خپل چاپيريال او همنوعانو سره وڅيړو، ځان پيدا کړو او د خپل نفس دتزکيې لپاره هلې ځلې وکړو او ووينو چې له کوم محتاج سره مو مرسته کړې ده او په پاى کې دخلق الله د روژې مبارکه مياشت زموږ په بدن کې زياتې نيمګړتياوې څرگندې او په ډاګه  کوي  .
په داسې حال کې زموږ زياتره خلک له بيوزلۍ اوفقر سره لاس او ګريوان دي، د اسلامي لارښوونو او تعامل پرخلاف موږکال په کال د روژې په مبارکه مياشت کې يې هغه عبادت، له تيروتنو څخه د لرې والي او د نفس د تزکيې د مياشتې په نامه يادوي، دخوراکي توکو او د لګښتي مالونو د بيو د لوړيدو شاهدان يو.
له بده مرغه د لومړنيو اړتيا وړ توکو د بيولوړيدل هغه هم د روژې دمبارکې مياشتې په درشل کې زموږ په هيوادکې په دود او معاملې بدل شوي دي چې زموږ روژه يي خلکو ته يې جدي ستونزې پيدا کړې دي چې د مسلمانانو په  حق ستره جفا او له الهي اوامرو څخه  بې اطاعتي بلل کيږي او دکاذب هويت وړاندې کوي.
له دې څخه لابده دا چې يوشمېر تور زړې اوهغه کسان چې د اسلام، دين  او شريعت په باب له ځانه جوړشوى تعبيرلري، دروژې په  مبارکه مياشت کې هم زموږ دبيګناه خلکوټينګارکړى دى.
  آيا ستمګرۍ، دبيګناه خلکود وينې تويول او دمسلمانانو له برخليک سره معامله  په خپله له ديني لارښود څخه سر غړونه او د پرديو په خدمت کې دريدل نه دى ؟ په داسې حال کې چې اسلام د روژې دمبارکې مياشتې په شتون کې يوه پتمن ژوندانه اوله حرمت ډک نصرت ته د رسيدو په مقصد مسلمانانو ته يوبل ګام برابروي چې بايد ورڅخه کار واخلو. خپل تير په اسلامي او انساني معيارونو سره قضاوت کړو  او د خلکو او ټولنو په وړاندې خپل مسووليت مشخص کړو اوبايد هيرنه کړو چې منافق د خداى (ج) دوست نه دى؛ نه شوکولاى په ښکاره اسلامي توګه له مسلمانانو سره جګړې ته لاړشو.
په داسې حال کې چې روژه يې په خوله وه، خو ګران پلورنه او احتکار يې وکړ. په داسې حال کې چې خبره د روژه والي ده، خو د مسلمانانو د وينې د تويولو نيت وکړ.
داکار مسلمانانو او روژه دارانو ته ښايي داسې روژه او رمضان په کلي او معنوي مفاهيمو سره يې پيداکړو او د رښتينې مسلمان په توګه يې عملي کړو چې دلوى خداى ( ج)  رضايت ترلاسه کړو او خپله  دنيا او اخرت له الهي غضب څخه خوندي کړو.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.