01 June 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

محمود کرزی  د ښارجوړولو او اراضي وزارت سرپرست او نوماند وزیر وټاکل شو

محمود کرزی د ښارجوړولو او اراضي وزارت سرپرست او نوماند وزیر وټاکل شو

کابل/ ۱۲ جوزا/ باختر د افغانستان اسلامي جمهوریت د چارو ادارې...

د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

کابل / د غبرګولي ۱۲ مه / باختر د افغانستان د...

د سولې بهیر په خورا حساس پړاو کې

کابل / د غبرګولي ۱۲ مه / باختر په اختر...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

حامدکرزی: د روژې په دغه مبارکه میاشت کې خپلې مرستې مستحقو هېوادوالو ته و رسوئ.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل_باخترد چنګاښ دمياشتې٢٠مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي په خپله راډیویي وینا کې له شتمنوکسانوڅخه وغوښتل چې د خپلو نادارو هېوادوالو لاس نیوی وکړي.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
حامدکرزي وویل: د روژې مبارکه میاشت د خیر، برکت، فضایلو او عبادتونو میاشت ده. خیر رسول او له  نورو سره مرسته په هر وخت او مهال کې یو نیک او ضروري عمل دی، خو د روژې په مبارکه میاشت کې د اړتیا لرونکو خلکو لاس نیوی او له هغوی سره مرسته کول له دیني ارشاداتو او انساني عواطفو څخه دي.
د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه: موږ په خپلو کلیو او ښارونوکې داسې هېوادوال هم لرو چې په خپل ورځني ژوند کې  له ډیرو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي او حتی د خپلو ماشومانو او کورنۍ  نفقه هم هغسې چې لازمه ده نه شي برابرولی، په تنګ لاسۍ او بیچاره ګۍ کې روژه نیسي او د لوی خدای اوامر پرځای کوي. حامدکرزي وویل: په ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول په شتمنو او بډایو کسانو لازمه ده چې د خپلونادارو او اړتیا لرونکو هېوادوالو لاس نیوی وکړي ترڅو ستاسو عزیزانو په صدقو او مرستو، زموږ نادار هېوادوال د روژې ماتې لپاره یوه مړۍ ډوډۍ برابره کړي.
ده، همدا راز  وویل چی خیریه موسسې هم وظیفه لري چې د بل هر وخت په پرتله د روژې په دغه مبارکه میاشت کې خپلې مرستې ډیرې او ژریې مستحقینو ته و رسوي. هیله لرم چې سږکال هم د نورو کلونو په شان د خیریه بنسټونو او موسسو لخوا د ښارونو په جوماتونوکې بې بضاعته روژه لرونکو ته د روژه ماتي ترتیبات نیول شوي وي.
حامدکرزي په خپله راډیویي وینا کې همدا راز  وویل زه له ټولو سوداګرو څخه غواړم چې د مناسبې ګټې په اخیستو سره د نرخونو له لوړالي څخه په ځانګړې توګه د خیر او برکت په دغه میاشت کې دې مخنیوی وکړي، په دې ډول دې له خپلو روژه لرونکو هېوادوالو سره مرسته وکړي، او د دغې مبارکې میاشتې له اجر او فضایلو څخه دې برخمن شي.#

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.