24 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 درې ماين جوړونکي  طالبان په تخار کې د خپل ماين قرباني شول

درې ماين جوړونکي طالبان په تخار کې د خپل ماين قرباني شول

٢٤-کابل / دلړم دويمه /باختر درې ماين جوړونکي طالبان په...

 په هلمند کې  د عملياتو په دوام  ٧ وسله وال طالبان و وژل شول

په هلمند کې د عملياتو په دوام ٧ وسله وال طالبان و وژل شول

٢٣-کابل / دلړم دويمه /باختر په داسې حال کې چې...

 يوولس وسله وال طالبان  په زابل کې و وژل شول

يوولس وسله وال طالبان په زابل کې و وژل شول

٢٢- کابل / دلړم دويمه /باختر ١١ وسله وال طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

حامدکرزي د هرات په ولایت کې د وروستۍ تروریستي پیښې د شهیدانو د کورنیو له مشرانو سره ټلیفوني خبرې وکړې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل_باخترد چنګاښ دمياشتې ٢٠مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي، د هرات په ولایت کې د سې شنبې د ورځې د تروریستې پیښې د شهیدانو د کورنیو له مشرانو سره، نن ټلیفوني خبرې وکړې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
حامدکرزي په دغو ټلیفوني خبروکې یو ځل بیا د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړل او له هغوی سره  یې د هر ډول مرستې ژمنه وکړه.
د هېواد جمهوررئیس د شهیدانو وارثانو ته ډاډ ورکړ چې له دوی سره د غمشریکې په موخه به نغدي مرسته وشي، د سرپناه لپاره به ځمکه ورکړل شي او د دوی د کورنیو یو شمېر غړي به د حج لپاره بیت الله شریف ته واستول شي.
دغه راز حامدکرزي د هرات والي سید فضل الله وحیدي ته یو ځل بیا لارښوونه وکړه چې د هرات د وروستۍ تروریستي پیښې د شهیدانو له کورنیو سره دې ژرترژره  د ولایت له لوري هم لازمې مرستې وکړي.
د هرات والي د هېواد جمهوررئیس ته ډاډ ورکړ چې د ده د پرونۍ لارښوونې په اساس یې د شهیدانو کورنیو ته یوه اندازه نغدي مرسته او د هرات د سرې میاشتې، ولایتي شورا، ښاروالۍ  او سوداګرو مرستې رسولې دي.#

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.