25 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د نشه يي توکو قضيې په سلو کې پنځوس زياتې شوي دي

کابل/باختر/ دچنګاښ ٤مه : دمسکراتو او نشه يي توکو پرخلاف دمبارزې...

د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٤مه نن د چنګاښ ٤مه د کابل...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دجمعې دلمانځه په خطبوکې له وسله والو مخالفينو څخه وغوښتل شول چې دروژې په مبارکه مياشت کې له هر راز تاوتريخوالي څخه ډډه وکړي .

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دچنګاښ يوويشتمه :

 دجوماتونو اوتکيه خانو ملا امامانو او واعظانو نن دجمعې دلمانځه په خطبو کې په جګړو کې له ښکيلو اړخونو په تيره بيا ددولت له وسله والو مخالفينو څخه وغوښتل چې دروژې په مبارکه مياشت کې دى له هر راز تاوتريخوالي څخه ډډه وکړي چې خلک په امن فضا کې په خپلوعباداتو لاس پورې کړي .

 په دغوخطبو کې  دغه راز په دې مبارکه مياشت کې دقران عظيم الشان دتلاوت او له بې وزلو کسانو سره دمرستې دښيګڼو او دروژې دمبارکې مياشتې دفضيلتونواو حکمتونو په باب  خبرې  وشوې او له شتمنو کسانو او سوداګرو څخه وغوښتل شول چې له بې وزلواو اړو کسانو سره مرسته وکړي .

 دهيواد له مرکز او ولايتونو څخه دباختراژانس دخبريالانو د خبر له مخې، خطيبانو او ملا امامانو، لمونځ کوونکي  ورورولي او اخوت ته وبلل او دروژې  نيولو تر څنګ يې دتراويحو دلمنځونو اداکول ، دقران عظيم الشان تلاوت ، له اړو او بې وزلو کسانو او کورنيو سره مرسته  يې دمسلمانانو ښه خصلتونه وبلل .

 دغه راز په خطبو کې په هيواد کې په جګړو کې له ښکيلو لورو او په تيره بيا ددولت له وسله والو مخالفينو څخه وغوښتل شول چې په واټونوکې دماينونو له ښخولو ، ځانمرګو بريدونو ، په امنيتي ځواکونو له بريد او له هر راز تاوتريخوالي څخه چې دخلکو دځورونې او مرګ ژوبلې سبب کيږي ډډه وکړي او پريږدي چې زموږ خلک په دې مبارکه مياشت کې دامن په فضا کې په عباداتو لاس پورې کړي .

 دغه راز له ملي سوداګرو او شتمنو کسانو څخه وغوښتل شول چې له بې وزلو اواړو کورنيو سره  مرسته وکړي چې هغوى هم وکولاي شي دروژه ماتې لپاره خواړه برابره کړي .

  په دغو خطبو کې  دخوراکي توکو له پلورونکو او له ملي سوداګرو څخه هم وغوښتل شول چې دخلکو داړتياوړ توکو په وړاندې کولو  کې دې داعتدال  لاره غوره کړي او کمه ګټه او زيات برکتونه  په خپل ژوند او مال کې شامل کړي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.