24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د پاکستان د نوي سفیر باورلیک ومانه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د پاکستان د نوي سفیر باورلیک ومانه

کابل/ د تلې ۳مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

 مولوي رحمت الله اندړدملي امنیت شورا ویاند وټاکل شو

مولوي رحمت الله اندړدملي امنیت شورا ویاند وټاکل شو

کابل/ د تلي ۳مه/ کابل د افغانستان د جمهور ريیس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

محمدکريم خليلي: د نويو ارزښتونو په رامنځته کولو کې د افغانستان د خلکو ونډه فوق العاده ارزښتناکه ده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختر\دسرطان ٢٢
د دايکنډي ولايت د ګيتي ولسوالۍ يوشمير مشرانو،مخورواوفرهنګيانو نن له غرمې وروسته د جمهور رييس له مرستيال محمدکريم خليلي سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې چې په ولسي جرګه کې د دايکنډي د خلکو استازى اسد الله سعادتي هم برخه لرله، دکتنې برخه والو دخپلو يولړ سيمه ييزو ستونزو په باب دجمهور رييس مرستيال ته معلو مات ورکړل.
ددغې ولسوالۍ مشرانو او مخورو په دايکنډي ولايت کې د غير مسوولووسله والو ډلو او کړيو له خوا د نا امنيو د زياتوالي او دغه راز د دايکنډي ولايت د ګجران او ګيتي د ولسواليو په لاره کې د نا امنيو په نسبت انديښنه څرګنده کړه او له دولت څخه يې وغوښتل چې د دايکنډي ولايت او د دغې ولسوالۍ د لارې د امنيت د تامينولو په لاره کې دې جدي تد بيرونه ونيسي.
دوى دغه راز وويل: د دايکنډي ولايت دګيتي او ګجران په ولسواليوکې چې اوسيدونکي يې د طبيعي پيښو له امله زيانمن شوي دي، تراوسه پورې کوم رغنده کار نه دى شوى او اړوندو مرکزونو له هغوکورنيو سره چې د نا امنيو له امله يې خپل عزيزان له لاسه ورکړي دي؛ هم مرسته نه ده کړې.
دکتنې برخه والو د محصلانو، د ښوونځيو د زده کوونکو ستونزو اودپوهنتونونو فارغانو ته د کارموندلو زمينې ته پاملرنه د ګيتي ولسوالۍ د اوسيدونکو لپاره اساسي لو مړيتوبونه و بلل او له هيواد څخه په بهرکې يې په تحصيلي بورسونو د محصلانو په برلاسي باندې ټينګاروکړ .
وروسته د جمهور رييس مرستيال محمدکريم خليلي په هيواد کې د نوى فصل برياليتوبونو ته په اشارې سره د نويو ارزښتونو په رامنځته کولو کې د افغانستان د خلکو ونډه فوق العاده ارزښتناکه وبلله اود هيواد د خلکو ترمنځ يې په يو والى او پيوستون باندې ټينګاروکړ.
د جمهور رييس مرستيال د خلکو دپيوستون او يو والى په سيورى کې د نويوارزښتونو ساتنه شونې وبلله  او زياته يې کړه چې د را تلونکي کال د انتخاباتو په ترسره کولو سره به په بېلابېلو برخو کې دافغانستان د خلکو دريځ هماغه شان ثابت پاتې شي.
د جمهور رييس مرستيال وويل: په ټول هيواد په تيره بيا په محرومو سيموکې د خلکو د اړتياوو او غوښتنو څيړنه او حل کول دافغانستان د دولت  اساسي لومړيتوبونه دي.
ده د داکنډي ولايت د ګيتي ولسوالۍ د اوسيدونکو دستونزو اوغوښتنو دڅيړنې په لاره کې هم د کتنې برخه والو ته ډاډ ورکړ.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.