کابل باختردزمري دمياشتې ٩ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس د ١٣٩٢ کال دغبرګولي دمياشتې د ٢٨ نيټې د ٢٠٧٧ گڼه حکم له مخې چې دوه مياشتې مخکې د سترې محکمې د دروازې په وړاندې دځانمرګې پيښې له امله دسترې محکمې د ديارلسو تنو شهيدو کارکوونکو له وارثانو سره د پولي مرستې ورکړه منظوره شوې وه ، منظوره شوې مالي مرسته چې دهر شهيد لپاره سل زره افغانۍ پکې شاملې وې؛ نن له غرمې مخکې د سترې محکمې په مقرکې د هغوى په وارثانو وويشل شوه.
دسترې محکمې د خپرونو رياست باخترآژانس ته خبرورکړ:
ددغو مراسمو په پيل کې لومړى دقضايه قوې د ادارې عمومي آمر ډاکتر عبدالله عطايي يو ځل بيا د افغانستان داسلامي جمهوريت دقاضي القضات په استازيتوب د ډاډګيرنې اوخواخوږۍ مراتب دشهيدو منسوبينو وارثانو ته وړاندې کړل او دلوى خداى (ج) له دربار څخه يې شهيدانو ته د فردوس جنت هيله وکړه او دشهيدانو له وارثانو سره دمرستې په نسبت يې دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس د اهتمام او زړه سوى له امله مننه وکړه او زياته يې کړه چې د شهيدانو د وارثانو يادونه هغه هم د روژې دمبارکې مياشتې په دغو متبرکو او بختورو ورځوکې د جمهوري رياست د عالي مقام دغمرشريکۍ او پاملرنې ستره نښه نښانه او د درناوى وړ ده .
وروسته د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دالانشا د لوى رياست د مکافاتو د ادارې رييس رحمت الله منګل په دې مناسبت دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حکم ولوست اودجمهوري رياست دعالي مقام دحکم دتحقق په لاره کې يې دچارو د ادارې د پرله پسې هڅو يادونه وکړه او دشهيدانو له کورنيو څخه يې هيله وکړه چې دجمهوررييس مرستې د همدردۍ د نښې نښانې په توګه ومني.
وروسته منظورې شوې مرستې د قضايه قوې د ادارې دعمومي آمر ډاکترعبدالله عطايي له خوا په داسې حال کې چې د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا دلوى رياست د مکافاتو د ادارې رييس او د سترې محکمې د مالي او اداري او دخپرونو رييسان حاضر وو؛ د شهيدانو په وارثانو وويشل شوې چې د شهيدانو د وارثانو له خوا دکور ودانۍ په ويلوسره ومنل شوې.