20 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په غزني کې د لسګونو تنو طالبانو وژل کېدل

کابل/ باختر/ د کب د میاشتې ۱نېټه په غزني ولايت کې...

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل/ باختر/ د کب د میاشتې ۱نېټه د افغانستان د اسلامي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د يوه پله په جوړيدو سره د بدخشان ولايت لس ولسوالۍ له فيض آباد سره نښلول کيږي.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د زمري دولسمه :
دبدخشان ولايت د ارګو ولسوالۍ په کدزکلي کې د يوه پله د جوړولوکار د کليو د بيا جوړولو اوپراختيا د وزير له خوا پيل شو .
دکليو د بيا جوړولو او پراختيا وزير ويس احمد برمک ددغه پله دبنسټ د ډبرې د ايښودلوپه مراسمو کې وويل چې دغه پل د نړيوال بانک په مرسته د يو نيم مليونو امريکايي ډالرو په لګښت ديو سلو لسو متروپه اوږدوالي او د اووه نيمو مترو په سور په يو کال او شپږ مياشتوکې دکوکچې سيند د پاسه جوړيږي .
دکليو د بيا جوړولو او پراختيا وزير زياته کړه چې ددغه پله په جوړولو سره چې په  نړيوالو ستندردونو سره جوړيږي؛ د بدخشان لس ولسوالۍ د دغه ولايت له مرکز فيض آباد او د تالقانو _ فيض آباد له عمومي واټ سره نښلول کيږي .
  برمک څرګنده کړه چې په بدخشان کې د دولسو زرو اته سوه پنځه پنځوسو پرمختيايي او بنسټيزه پروژو کار بشپړ شوى  او د ٦١١ نورو ساختماني پروژو کار دوام لري.
دده دڅرګندونو له مخې: ټاکل شوې ده چې د ٦٠٥ نورو پروژکار په ١٣٩٢ او ١٣٩٣ کلونوکې پيل شي او د ١٠٥ مترو په اوږدوالي يوبل پل په پاخه او اساسي ډول جوړيږي چې په دغو پروژو به نږدې ٩٢ مليونه امريکايي ډالره ولګيږي .
دغه راز د ولسي جرګې غړى وکيل عبدالرووف په دغو مراسموکې خبرې وکړې او وې ويل چې خلک بايد په بدخشان کې سوله او امنيت تامين کړي او که چيرې سوله او امنيت نه وي؛ هيڅ  پرمختيايي پروژه به تطبيق نه شي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.