20 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دفرهنګي دملي پاليسي مسوده  نظر غوښتنې ته وړاندې شوه .

دفرهنګي دملي پاليسي مسوده نظر غوښتنې ته وړاندې شوه .

-کابل باختر دسلواغې ديرشمه : دهېواد د فرهنګي ملي پاليسي...

 دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين  دترکيې له سفير سره وکتل .

دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين دترکيې له سفير سره وکتل .

کابل باختر دسلواغې ديرشمه : دهېواد دبهرينو چارو وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دمهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت او د سيمه ييزو ارګانونو د خپلوا کې ادارې ترمنځ د همکاري تفاهم ليک لاسليک شو.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باخترداسد١٢
دمهاجرينو د راستنولو د چارو وزيرنن دسيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له لوى رئيس سره دهمکاري پروتکول لاسليک کړ.
ددغه  تفاهم ليک له مخې، د سيمه ييزو ارګانونو اداره دمهاجرينو د راستنولو په برخه کې په ولايتونوکې د مهاجرينو د راستنولو د چارو له ادارو سره همکاري کوي.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: دمهاجرينو د راستنولو دچارو وزير ډاکتر جماهير انوري ددغه تفاهم ليک دلاسليک کولو په وخت کې وويل: تراوسه پورې  مو د مهاجرينو د راستنولو لپاره په اړوندو برخو کې دخدمتونو د وړاندې کولو په خا طر له ديارلسو وزارتونو سره د همکارۍ تفاهم ليکونه لاسليک کړي دي او نن موله راستنوشويوکسانو سره د دولتي ادارو د  همکارۍ د جلبولو په لړکې د سيمه ييزو ارګانو نو د خپلوا کې ادارې له لوى رياست سره يوتفاهم ليک لاسليک کړ چې د هغه له مخې دغه اداره دهيواد په ولايتونوکې له راستنوشويوکسانو سره د هغوى دکارموندنې په برخه کې مرسته کوي.
ډاکتر انوري زياته کړه چې د روان کال له پيل څخه تراوسه پورې نږدې ديرش زره تنه مهاجرين هيواد ته راستانه شوي دي اود تيرکال په بهيرکې نوي زره تنه مهاجرين هيواد ته را ستا نه شوي و.
ډاکتر انوري زياته کړه چې په پاکستان او ايران کې د ميشتو افغان مهاجرينو د استوګنې د کارتونو د اعتبار موده تمديد شوې ده او نږدې يومليون څلورسوه زره تنه افغان مهاجرين د قانوني مدرک له لرلو پرته په ايران کې شپې سپا کوي او هم اووه زره تنه افغان مهاجرين په نوروهيوادونوکې شپې سباکوي چې زياتره يې دمهاجرينو په تو ګه منل شوي دي.
په دغو مراسمو کې عبدالخالق فراهي وويل چې ددغه تفاهم ليک له مخې ددغه ارګان ادارې په ولايتونوکې دمهاجرينو د بيا ميشت کولو او په نورو برخوکې له اړوندو ادارو سره مرسته کوي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.