20 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د مالیې ورکړه د هر افغان مکلفیت دی

متون / باختر/ د کب دمياشتې ۱ نېټه هر...

په هلمند کې د خرما د ونو د قطعې جوړېدل

لښکرګاه / باختر/ د کب دمياشتې ۱ نېټه دهلمند...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دهيواد په يوشمير ولايتونو کې د وروستيو سيلاوونو له ا مله د سر د رسيدلو زيانونواو مالي تا وانونو په باب د مشرانو جرګې داداري هيات دډاډ ګيرنې او همدردي پيغام

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختر\ د اسد١٣
دهيواد په يوشمير ولايتونو کې د وروستيو سيلاوونو له ا مله  د سر د رسيدلو زيانونواو مالي تا وانونو په باب د مشرانو جرګې داداري هيات دډاډ ګيرنې او همدردي پيغام
د ملي شورا دمشرانو جرګې په ژور خپګان سره خبر ترلاسه کړ چې د کابل ولايت  په سروبي ولسوالۍ اودکاپيسا ،خوست ،نورستان ،پکتيا اودننګر هار دولايتونو په ځينو ساحو کې دسيلاوونو د را وتلو له ا مله زموږ په لسګونو تنه هيوادوال له منځه تللي ، يو شميرنور بيدرکه  شوي اوهم داستوګنې يوشميرکورونه ،په سلګونو جريبه ځمکه ، دوکانونه ،يو روغتون او نورعامه ملکيتو نه ويجاړ شوي او خلک له جدي ستو نزوسره مخامخ شوي دي
دملي شورادمشرانو جرګه ددغو ولايتونو خلکوته د ډاډ ګيرنې او همددي دمراتبو دڅرګندولو په ترڅ کي دلوي خداى (ج) له دربارڅخه ددغوپيښو قربانيانو ته دفردوس  جنت ،ټپيانو ته دسملاسي روغتيا او پاتي کسانو ته يې دجميل صبرهيله کوي .
دملي شورا دمشرانو جرګه  په جدي توګه دحکومت له مسولو ارګانونو او له مرستندويو مرکزونوڅخه غواړي چې ددغو پيښو دزيانمنو شويو کسانو مرستې ته ور ودا نګي اوبيړني اواغيزمنې مرستې ترلاسه لاندې و نيسي  .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.