25 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهار کې درې ماين ښخوونکو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

په ننګرهار کې درې ماين ښخوونکو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل/ دتلي ٤مه /باختر : په ننګرهار کې د ماين ...

په ننګرهار کې د داعش په برېدونوکې ويجاړ شوي کورونه بيا رغول کېږي

په ننګرهار کې د داعش په برېدونوکې ويجاړ شوي کورونه بيا رغول کېږي

کابل/ دتلي ٤مه /باختر : په ننګرهار کې د هغو کورونو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تبصره

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل_  باختر دزمري شلمه :
دڅاه ګانو غير معياري او غير مسلکي کيندنو او له اندازې څخه زيات تر ځمکې لاندې اوبو څخه استفادې په هيوادکې تر ځمکې لاندې اوبوکچه بيخي ټيټه کړې ده. داکار نه يواځې جدي ټولنيزې ستونزې پيداکوي، بلکې په هيوادکې د ژوندانه  چاپيريال د زيان سبب هم کيږي .
د باخترآژانس مبصر ليکي: دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس  حامدکرزي په خپلې وروستۍ راډيويي ويناکې په هيوادکې له يوې سختې ټولنيزي ستونزې سره اړيکې  ونيولې. ده په هيوادکې تر ځمکې لاندې اوبو دکمښت يادونه وکړه او په غير مسلکي او غير معياري ډول د څاه ګانو کيندل يې په دې لاره کې ستره ستونزه وبلله او خبر دارى يې ورکړ: که چيري دغه بهير دوام ومومي؛  د ترځمکې لاندې اوبوکمښت به نه يواځې هيوادوالو ته جدي ستونزې پيداکړي؛ بلکې د ژوندانه چاپيريال به له جدي خطرونو سره مخامخ کړي .
جمهور رييس کرزى په داسې حال کې د هيواد په ښارونو او کليوکې د ترځمکې لاندې اوبو د کمښت او د ژورو او نيمه ژورو څاه ګانو دکيندنې دستونزې يادونه کوي چې په ښارونوکې د وګړو د شمېر زياتوالى په هيوادکې له تحقيق اوڅيړنې پرته د څاه ګانو کيندنې زياتې کړې دي او دا کارد دې سبب شوى دى چې دهرې ورځې په تيريدو سره د تر ځمکې لاندې اوبو کچه ټيټه  شي او دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ژورو او نيمه ژورو څاه ګانو کيندل چې کافي اورښت پکې نشته او ټول د کافي اوبو له لرلو څخه بې برخې دي؛ د ژوندانه د چاپيريال ستونزه جدي کړي. ځکه ټيټې کچې ته د اوبو رسوب  د بوټو جرړو ته زيان رسوي او بوټې وچوي او په دې ترتيب به په هيوادکې ونو، بوټو او کرکيلې ته جدي زيان ورسوي .
په ښارونوکې دترځمکې لاندې  اوبو دکمښت او نشتوالى ستونزه دکليو اوبانډو په نسبت څو برابره زياته ده. ځکه په ښارونوکې د کاناليزاسيون د نشتوالى او د ژورو څاه ګانو او دجذبي څاه ګانو کيندلو ته دخلکومخې کولو د ترځمکې لاندې اوبو دککړتيا خطر زيات کړى دى .
دچارو پوهان ددغې ستونزې په رامنځه  کيدو او پراختياکې هم اړونده حکومتي  مرکزونه اوهم خلک مقصر بولي . حکومتي  مرکزونو په کلونوکلونوکې  ونه کړاى شول چې د تر ځمکې لاندې او د ځمکې پرمخ اوبو څخه داستفادې په مقصد يوه ټاکلې او اغيزمنه ستراتيژۍ برابره کړي او د اوبو رسولوهغه شبکې چې له يوې واحدې سرچينې څخه تغذيه  کيږي؛ جوړې کړي .
دغه راز خلک هم ددغې ستونزې په ژورتيا او پراختياکې هم رول لري او د ځان او دخپل چاپيريال د برخليک په نسبت يې په زړه سوى سره چلند نه دى کړى. يعنې د ژورو څاه ګانو دکيندلو سره يې هغه هم په غير معياري او غير مسلکي ډول راتلوونکو نسلونوته زيان اړولى دى .
دغه راز دوى له اوبو څخه په استفاده کې ډير زياتوالى کړى دى او له ځان او حکومتي مرکزونو سره يې همکاري نه ده کړې .
دتر ځمکې  لاندې اوبو دکمښت د ستونزې حل کلو دحکومتي مرکزونو په دقيقو پروګرامونو او په دغې ستونزې دخلکو په پوهاوي پورې تړاو لري .
د ژوندانه د چاپيريال کارپوهان او د اقتصاد د چارو پوهان مشوره ورکوي چې بايد د څښاک د اوبو او په ښارونوکې د اوبو لګولو په مقصد اوپه پاى کې په ښارونوکې په نورو برخوکې له اوبو څخه داستفادې په مقصد اوبو له بندونو څخه استفاده وشي .
دښارونو او په تيره بيا دکابل ښار شاوخوا سيمې د اوبو ښې سرچينې لري چې کولاى شو له هغو څخه د اوبو د بندونو په جوړولوکې کار واخلو .
آن کولاى شو د اوبو د بندونو په جوړولو سره په کليوالي سيموکې د کرنيزو ساحو او د بڼونو د خړوبولو زمينه برابره کړو اوله تر ځمکې لاندې اوبو څخه استفادې کچه ټيټه کړو .
ښايي په دې لاره کې د پولې ستونزو خبرې رامنځته شي. خو کولاى شو د اوبو رسولو شبکې د خصوصي سکټور مزايدې ته وړاندې کړو اوپه دې لاره کې د ملي سوداګرو له پانګونې څخه استفاده وکړو .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.