25 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهار کې درې ماين ښخوونکو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

په ننګرهار کې درې ماين ښخوونکو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل/ دتلي ٤مه /باختر : په ننګرهار کې د ماين ...

په ننګرهار کې د داعش په برېدونوکې ويجاړ شوي کورونه بيا رغول کېږي

په ننګرهار کې د داعش په برېدونوکې ويجاړ شوي کورونه بيا رغول کېږي

کابل/ دتلي ٤مه /باختر : په ننګرهار کې د هغو کورونو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دمشرانو جرګې د اداري هئيت د ډاډګيرنې پيغام

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل_  باختر دزمري شلمه :
دکابل ولايت په مربوطاتوکې پرون د سيلاوونو د راوتلوله امله د سر د اوښتو زيانونو اومالي تاوانونو په نسبت دملي شورا دمشرانو جرګې د اداري هيئت د ډاډګيرنې اوهمدردۍ پيغام!
د ملي شورا د مشرانوجرګې اداري هئيت په ژورې خواشينۍ سره د رسمي خبرځايونو له لارې خبر ترلاسه کړ چې پرون د شنبې د ورځې له غرمې وروسته د سختو سيلاوونو د راوتلوله امله ، دکابل ولايت د شکردرې او پغمان د ولسواليو په لسګونوتنه اوسيدونکي شهيدان او تپيان شوي دي اوهم داستوګنې يو زيات شمېر کورونه ړنګ  اوپه سلګونو جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده .
دملي شورا د مشرانو جرګې اداري هيئت دمجلس دټولو غړو په استازيتوب د خپلې ډاډګيرنې اوخواخوږۍ مراتب زيانمنو شويوکورنيو ته څرګندوي او دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه شهيدانوته د فردوس جنت ، پاتې کسانو ته يې دجميل صبر او ټپيانو ته دسملاسي روغتيا هيله کوي. 
دسنا مجلس څرګندوي چې دحکومت مسوول ارګانونه دې بايد دطبيعي پيښو له امله د سر د زيانونو اومالي تاوانونو د مخنيوي په لاره کې زيانمنونکې سيمې تشخيص او د استوګنې دسيمو ، کرنيزو ځمکواو د اقتصادي او ټولګټو تاسيساتو د ساتنې په مقصد دې، دجدي تدبيرونه نيولي واى. خولکه څنګه چې ليدل کيږي، دطبيعي پيښو له امله زموږ يو زيات شمېر خلک قرباني کيږي اوهم زيات مالي تاوانونه زغمي .
دملي شورا دمشرانوجرګې اداري هيئت  ټينګار کوي چې د بيړنيو حالاتو کميټه له پيښو سره دمبارزې اداره او د افغاني سرې مياشتې ټولنه دې بايد له نورو مسوولو ارګانونو سره په همغږۍ کې په ډير لنډ ممکن وخت کې د طبيعي پيښو له زيانمنو شويوکسانو په تيره بيا دکابل ولايت په مربوطاتوکې د پرونيو پيښو له امله دقربانيانو له کورنيو سره مرسته اوهمکاري وکړي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.