09 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ننګرهار پخوانی والي سلیم خان کندزی په حق ورسېد

د ننګرهار پخوانی والي سلیم خان کندزی په حق ورسېد

کابل / د چنګاښ ۱۹مه / باختر د ننګرهار پخوانی والي...

رابعه ستانکزۍ د لوګر ولایت مرستیاله وټاکل شوه

رابعه ستانکزۍ د لوګر ولایت مرستیاله وټاکل شوه

کابل/ د چنګاښ ۱۹مه / باختر د سیمه ییزو ارګانونو د...

د کرونا ویروس خپرېدا کمه شوېده

د کرونا ویروس خپرېدا کمه شوېده

کابل / د چنګاښ ۱۹ مه / باختر د تېرو ۴۵...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ډله ييز واده مراسم پرځاى شول.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باخترد زمري دمياشتې ٢١
د ٥٢ تنو ځوانانو او د ٥٢ پيغلو  د ډله ييزو واده مراسم نن په بلخ ولايت کې پرځاى شول.
د  دواده دغه مراسم  دڅه دپاسه څلويښتو زرو ډالرو په لګښت د استازو په مجلس کې دخلکو دمنتخب وکيل احمد شاه رمضان په شخصي پيسو پرځاى شول .
له بلخ څخه دباختر آژانس دخبرله مخې : د واده د مراسمو په پاى کې له زوم او ناوې سره  د کور د اړتيا وړ د يوولسو قلمو وسايلو مرسته وشوه .
يوه ځوان عبدالرحمن د دغه اقدام له امله خوښي څرګنده کړه او ويې ويل ،  زه ډير وخت کوژدن وم او داقتصادي ستونزو له امله مې نه شواى کولاى واده وکړم.
يوې ناوې خديجې هم ددغو مراسمو له پرځاى کوونکوڅخه په مننې سره وويل : زموږ له کوژدې څخه څلور کاله تيريدل خو زما  خاوند دواده دمراسمو له ورکولو څخه عاجز و.
مولوي شاهرخ دغه اقدام مثبت وباله او د فحشا د مخنيوي لپاره يې مهم وباله .
دوه مياشتې مخکې هم څلويښتو ځوانانو او څلويشتو پيغلو په بلخ ولايت کې د ډله ييزه  واده مراسم په ځاى کړي  وو.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.