13 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دوه دېرش ميليونه ډالر ليلامېږي

دوه دېرش ميليونه ډالر ليلامېږي

کابل/ د زمري ٢٣ مه / باختر مرکزي بانک ٣٢...

په پروان کې یو مسلخ جوړېږي

کابل / د زمري ۲۳ مه / باختر د پروان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د شهيد د اوونۍ د نمانځنې کميسيون غونډه وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د وږي  يوولسمه :
دهيواد د ملي اتل د شهادت د دولسم تلين د درناوى او دشهيد د اوونې د نمانځنې کميسيون نن دملي دفاع وزارت د لومړي مرستيال عنايت الله نظري په مشرۍ غونډه وکړه.
دباختر آژانس دخبر له مخې: د غونډې په پيل کې د ملي دفاع وزارت مرستيال د هغه تدابير او پلان په باب چې د شهيد د اووني  د لاپرتمينې نمانځنې په خاطر  ترلاس لاندې لري؛  دغونډې برخه والو ته مفصل معلومات ورکړل.
وروسته د کميسيون د هر غړي ارګان مسوولينو د شهيد د اوونۍ د نمانځنې او د هيواد دملي اتل احمد شاه مسعود د شهادت د دولسم تلين د درناوي په لاره کې خپل کاري رپوټونه غونډې ته وړاندې کړل.
وروسته داطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معين مبارز راشدي د شهيد مسعود له بنياد او د شهيدانو، معلولينو، کار او ټولنيزو چارو له وزارت سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مسوولينو د غونډې يادونه وکړه او ويې ويل چې دولتي چاپي، تصويري او اوريدونکي رسنۍ د دغې پيښې د درناوي په خاطر د هيواد دملي اتل احمدشاه مسعود دشهادت دتلين د درناوى او د شهيد د اوونۍ د نمانځنې په خاطر ځانګړي پروګرامونه په پام کې نيولي دي او هم له غير دولتي چاپي، تصويري او صوتي رسنيو څخه غواړي چې په مشخصوپروګرامونو سره دې دغه ورځ ونمانځي.
د شهيد مسعود د بنياد رييس احمد ولي مسعود هم د دغې پيښې د درناوي په لاره کې د دغه بنياد د پروګرامونو يادونه وکړه او ويې ويل چې د نورو پروګرامونو ترڅنګ د لومړي ځل لپاره د جهاد او مقاومت په دوران کې د ښځو د رول د څيړنې په خاطر ددغه بنياد له خوا د شهيد د اوونۍ د نمانځنې او د هيواد د ملي اتل د شهادت د دولسم تلين د درناوي په خاطر د ښځو يو کنفرانس جوړيږي. 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.