21 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

عبدالمنان شيواى شرق: د کتاب نړيوال نندارتون جوړېږي

عبدالمنان شيواى شرق: د کتاب نړيوال نندارتون جوړېږي

کابل/ د کب لومړۍ/ باختر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د...

  يو ډار اچوونکى په غزني کې ووژل شو

يو ډار اچوونکى په غزني کې ووژل شو

کابل/ د کب لومړۍ/ باختر يو وسله وال طالب د غزني...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دګازو د ډبي چاودنې له امله دديني مدرسي يوولس تنه طالبان ټپيان شول

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دسلواغي  دويمه

 دبغلان ولايت  ددهنه غوري  ولسوالۍ په ديني مدرسه کې دګازو ډبي  دچاودنې  له امله ددغې مدرسي يوولس  تنه طالبان  ټپيان شول .ددغې مدرسي مدرس مولوي  کريم الله  چې په خپله هم ددغې پيښې  يو ټپي دى دځان او ددغې  مدرسي دلسو تنو طالبانو دټپي کيدو اصلي  علت دګازو د ډبي  چاودنه وبلله او زياته يې کړه : دګازو دوه  ډبي  د بخاري په ابدان ايښي وو چې تاوده شي خو له بده مرغه  ډبي وچاوديدل  او په دغې خونه کې دموجودو طالبانو  د ټپي کيدو سبب شول .

  دپلخمري  دولايتي روغتون  دجراحي  دسرويس  نوکريوال  ډاکتر ميرويس الدين  هاشمي ددغې پيښې  دټپيانو شمير  يوولس تنه وبلل او زياته يې کړه  چې اووه تنه يې سوځيدلي دي چې په  مخ ، لاسونو او پښو کې  يې ليدل کيږي  او دويمه درجه  سخت سوځيدلي دي او څلورتنه  نور يې دلږي سوځيدنې له امله  دروغتيايي  خدمتونو له  ترلاسه کولو وروسته رخصت شوي دي .

 دبغلان ولايت دملي امنيت رييس بريدجنرال  عبدالحفيظ  کريمي ددغه خبر دتائيدولو  په ترڅ کې وويل  چې پيښې اصل علت دګازو د ډبيو  چاودنه  ده او ډاډ يې ورکړ چې ټپيان دبغلان په ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې دي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.