08 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ملا امامان : بم ايښودل ، ځانمرګي بريد او جګړه د اسلام دمبين دين د ارشاداتو پرخلاف دى .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل باختر د لړم دمياشتې لسمه :
ملا امامانو او  واعظانو  نن دجمعې دلمانځه په خطبو کې  د مسلمانانو ترمنځ دروغې جوړې  په باب داسلام دمبين دين دټينګار په باب خبرې وکړې او د دولت
له وسله والو مخالفينو څخه يې وغوښتل چې دقرآني لارښوونو  له مخې دې سولې او روغې  جوړې ته  مخه وکړي .
دهيواد له مرکز او ولايتونو څخه دباختردخبري آژانس دخبريالانو دخبرونو له مخې:  په دې خطبو کې دغه راز په هيواد کې دبم ايښودلو ، ځانمرګو بريدونو او دجګړې ددوام عملونه  داسلام دمبين دين  دلارښوونو پرخلاف وبلل شول او وويل شول چې ددغه شان عملونو  دوام هره ورځ دځوانانو ، بوډاګانو ، ښځو او دمعصومو ماشومانو او ددغه هيواد دمسلمانانو دوينې دتوئيدنې او شهادت سبب کيږي  او
په يقين سره چې  دغه شان عملونه دګمراهانو کار دى چې د دين  خلکو اودهيواد ددښمنانو په اشاره عملي کوي او له شک پرته چې ستره ګناه کوي اوبايد هغوى توبه وکړي او د خپل هيواد دمسلمانو خلکو له وژنې څخه لاس واخلي .
  په دې خطبو کې دجمهوري رياست او د ولايتي شوراګانوراتلونکي  انتخابات  دخلکو دبرخليک  دټاکنې په خاطر د دوى لپاره ښه فرصت وبلل شو اوپه انتخاباتو کې دخلکوپراخ ګډون دهيواد دبيلابيلو برخو د پرمختيا لپاره يوازيني لاره وبلل شوه .
  دغه راز ملا امامانو او واعظانو خلک دبيوزلو کسانولاس نيوي  ته راوبلل شول
او ټينګار وشو چې دبيوزلو او اړوکسانولاس نيوى په اسلامي ټولنه کې د بډايو افرادو له مهمو مسووليتونوڅخه دي او بايد بډاى خلک دخپلود يني مسووليتونو په پوهيدو سره د توان تر پولې پورې دخپلې ټولنې له اړو کسانو سره مرسته وکړي .
په دغو خطبو کې دغه راز د سړښت  موسم د رارسيدو ته اشاره وشوه او دسون توکو له پلورونکو څخه وغوښتل شول چې دخلکو داړتيا وړ توکو دوړاندي کولو په وخت کې انصاف  په  پام کې ونيسي چې  الله ( ج )  د دوى په کار وبار اوپانګه کې برکت رامنځته کړي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.