29 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم بندر د ترافيکو پرمخ پرانيستل شو

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم بندر د ترافيکو پرمخ پرانيستل شو

کابل / دسلواغې ٩مه / باختر د افغانستان او پاکستان ترمنځ...

 سوله غوښتونکو سمنګانو ته سفر وکړ

سوله غوښتونکو سمنګانو ته سفر وکړ

کابل / دسلواغې ٩مه / باختر د وګړنى سولې کاروان يوه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دواورې داورښت له امله دلوګرپه ځينوولسواليو کې دلارو تړل کيدل

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

٩ - لوگر\باختردسلواغې دمياشتي ١٥ :

دواورې  دسختو اورښتونو له امله دلوګرولايت دځينو ولسواليو  مواصلاتي لاري دترافيکو پرمخ تړل شوي دي.

دباختر اطلاعاتي اژانس ته درارسيدلو خبرونو له مخې دوروستيو سختو واورو داورښتونو له امله  نن ترغرمې پوري په لوګر ولايت کې دوام  درلود ددغه ولايت  دځينو ولسواليو مواصلاتي لاري له دې جملې څخه دخروار ولسوالۍ  لاره دترافيکو پرمخ تړلې ده.

دلوګر دولايتي شورا  رييس عبدالولي  وايي چي  دواورې دغه اورښتونه ددغه ولايت  دځينو اوسيدونکو ژوند يې چي مواصلاتي لاري يې تړل شوي دي له ستونزو سره مخامخ کړي دي .

له بلې خواهم دلوګر دولايتي شورا درييس دڅرگندونو له مخې ددغو لارو تړل کيدل دلوګرولايت  په مرکز کې دکانکور په اموزينه کې دښوونځيو ديوشمير فارغانو دنه گډون سبب شو.

داپه داسې حال کې ده چې دلوګر دوالي ويندوى دين محمددرويش اودفوايد عامې رييس حقبين دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې په لوګرولايت کې هيڅ يوه مواصلاتي لاره  دترافيکو پرمخ تړلې نه ده.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.