12 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سولې لپاره د ښه نیت مهم ګام

کابل / د لړم ۲۱ مه / باختر د افغانستان حکومت...

د پکتیکا په امنیت کې ښه والی راځي

ښرنه/دلړم۲۱مه/باختر د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د دغه...

په پکتیکا کې ۲۵۰ کورنیو لپاره د چرګانو روزنې واړه فارمونه جوړ شول

ښرنه/دلړم۲۱مه/باختر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت؛ د بڼوالۍ او مالدارۍ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دکوفاب خلکو ته دمرستي رسولو بهير وځنډول شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل  باختر دسلواغې دمياشتې ١٤ :
په بدخشان کې د واورې سخت اورښت  د دې سبب شو   چې په کوفاب ولسوالۍ کې  د واورې ښوئيدنې له امله  زيانمنو شويو کسانو ته  دمرستې  رسولو بهير وځنډول شي  .
دبدخشان ولايت  ويندوى  احمد نويد فروتن  وويل  :   دکورنيو چارو وزارت  دوه هليکوپټرونه  کوفاب ولسوالۍ ته  د الوتنې لپاره  چمتو شوې  و  چې دهوا د حالاتو دنه  مساعد والي  او  د واورې د سخت اورښت له امله په الوتنې بريالي نه  شول .
دبدخشان ولايت دبيړنيو حالاتو کميټې غونډه وکړه  اوپه هغې کې وپتيل شوه  چې  خوراکې  توکي  او لګښتي مالونه  چې  دبدخشان ولايت له   پيښو سره د  مبارزي رياست او په  فيض آباد کې  دميشتو خيريه موسسو له خوا برابر شوي  دي   د دوو  هليکوپټرونو په واسطه د کوفاب ولسوالۍ  چشم درې کلي ته  وليږدول شي  خو دغه پروګرام د هوا دنه مساعد والي  له امله وځنډول  شو.
په کوفاب ولسوالۍ کې  دسلواغې دمياشتې  د يوولسمې نيټې   په   واورې ښوئيدنه  کې   ددغې ولسوالۍ   شپږ تنه اوسيدونکې  تر واورو  لاندې شول  چې دپنځوتنومړي را ايستل شوي دي  او ديو بل تن برخليک لا تراوسه پورې معلوم
نه دى .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.