25 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

ديارلس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

ديارلس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل/ باختر / د وږي ٣ مه په قندهار کې ١٣...

پنځه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

پنځه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل/ باختر / د وږي ٣ مه په روزګان کې پنځه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دوو ترونو خپلې څلور وريرې جبري ودونو ته اړکړل خو يوې وريرې له واده کولوڅخه ډډه وکړه او ځان يې وواژه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٥
په پکتيکا ولايت يوې محکمې دوه ورونه چې ويل کيږي په زور سره يې خپلې څلور وريرې خپلو زامنوته نکاح کړى وى؛ په اوږدمهالې بندمحکوم کړل.
په آدم خان او عبدالرحيم تورلګول شوى دى چې څه موده مخکې يې په زور او جبر سره خپل څلور وريرې خپلو زامنو ته په نکاح کړي دي او په دې کار نه ده او نه نجونو رضايت درلود. ددغو څلورو نجونو پلار محکمې ته حاضر شو او ويې ويل چې ورونو يې په زور د ده لوڼې خپلو زامنوته نکاح کړى دى او له دې کارسره نه ده او نه هم د ده لوڼې رضايت درلود.
له بله پلوه ددغو نجونو مور وايي چې دې دخپلو ليورونو زامنوته شيدې ورکړې دي نو د دى لوڼې او د ده د ليورونو زامن وړونه او خونيدې دي او دغه ودونه په جبر او د اسلامي اساساتو پرخلاف ترسره شوي دي. د زور ددغه اقدام په غبرګون کې يوې ځوانې نجلۍ رقيې په ځان وژنې لاس پورې کړ؛ ځکه هغې له دغې واده سره رضايت نه وښودلې.
رقيې ويلې و چې موريې دې او د دې د کاکا زامنو ته شيدې ورکړې دې او په دې اساس د دې وروڼه بلل کيږي.
د رقيې مور باختر آژانس ته وويل: لور يې خپل کاکا ته عذر او زاري وکړه چې ستا زوى زما د مور شيدې خوړلې ده او هغه زما ورور دى. خو هغه دغو ژړاګانوته پاملرنه ونه کړه.
رقيې هم دخپلې واده په شپه ځان وواژه او خپل ژونديې پاى ته ورساوه .
په همدې حال کې په پکتيکا کې د استيناف محکمې د دليلونو او شواهدو له اوريدو او د وړاندې شويو سندونو له څيړنې وروسته دغه دوه ورور ته آدام خان او عبدالرحيم د تاوتريخوالى او د زور د نکاح په تور هريو په شپږ او اته کاله بند محکوم کړ.
دپکتيکا د ايستيناف محکې رييس سيد علم نيکوزى وايي: وړاندې شوي دليلونه او سندونه د دې حقيقت ښکارندوى دي چې محکمې سم حکم کړى دى.
په همدې حال کې دوو ورونو اعتراف کړى دى خو د محکمې په حکم کې يې د نوى نظر غوښتنه کړې ده .
په همدې حال کې د دغو نجونو دکورنۍ يوه غړى د محکمې حکم عادلانه ونه باله او دغو دوو ورونو يې د اعدام د سزا غوښتنه وکړه .
دپکتيکا والي محب الله صميم هم ددغو ورونو د محاکمې په بهير کې په محکمه کې حاضرو.
صميم له باختر آژانس سره په خبروکې ددغو دوو ورونو پرخلاف د محکمې د پريکړې هرکلى وکړ او ويې ويل: دمجرمينو مجازات کولاى شي د ټولنيزې عدالت د تامينولو لپاره زمينه برابره کړي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.