03 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د واورې او باران اورښت د پنجشنبې په ورځ بيا پيليږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دسلواغي شپاړلسمه :
ښايي کابل او د هيواد په زياترو ولايتونوکې د واورې او باران اورښت د پنجشنبې په ورځ بيا پيل شي.
باخترآژانس د هواپوهنې د انټرنټي دستګاه له خولې خبر راکړ: سبا په کابل کې د تودوخې لوړه درجه د سانتي ګراد په کچه يوه او ټيټه  منفي څلور اټکل  شوې ده. خو دجمعې په ورځ دتودوخې لوړه درجه د سانتي ګراد په کچه شپږ او ټيته يې منفي دولس درجې اټکل شوې ده چې په دې ترتيب به دجمعې شپه په روان ژمي کې  په کابل کې ډيره سړه شپه وي.
په را رسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې په کابل کې د واورې اندازه له پنځو څخه ترلسو سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.