25 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د پخواني شوروي د يرغلګر پوځ پرخلاف د ١٣٥٨کال دکب دمياشتې د دريمې نيټې په پاڅون کې د هيواد د پايتخت د شهيدانو د درناوي په مناسبت د ملي شورا د مشرانو جرګې پيغام!

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دکب  دويمه :
د پخواني شوروي د يرغلګر پوځ پرخلاف د ١٣٥٨کال دکب دمياشتې د دريمې نيټې په پاڅون کې د هيواد د پايتخت د شهيدانو د درناوي په مناسبت د ملي شورا د مشرانو جرګې پيغام!
بسم الله الرحمن الرحيم
د ملي شورا د مشرانو جرګه دپخواني شوروي د سره پوځ پرخلاف د١٣٥٨کال دکب د مياشتې په دريمه نيټه دکابل ښار د مجاهدينو د پاڅون او د دغې تاريخي ورځې د شهيدانو او مبارزينو د خاطرو درناوي کوي او د هيواد د ټولو شهيدانو پاک روح ته دعا کوي.
زموږ خلک په ياد لري چې څلور ديرش کاله مخکې دکب د مياشتې په دريمه نيټه چې په افغانستان د روسي عسکرو له تيري څخه څو محدودې مياشتې تيريدې؛ د شوروي قطعاتو د شتون پرخلاف د هيواد د پايتخت د اوسيدونکو سرښندونکى پاڅون دکابل  له چنداولو څخه پيل او د ښار زياترو سيمو ته يې پراختيا وموندله او خلکو د (الله اکبر) په نارو سره او د ډبرو او لرګيو په کارولو سره يې د پرديو عسکرو د شتون ګوډاګي رژيم پرخلاف، په سرښندونکي پاڅون لاس پورې کړ او دخپل هيواد د آزادۍ او خپلواکۍ دفاع يې وکړه چې په دې خونړۍ او د دواړو لورو د پوځونو نا انډوله پيښه کې له بده مرغه يو زيات شمېر کابل ښاريان د واکمن رژيم د وسله والوکمونستي قوتونو له خوا شهيدان شول او يو شمېر ونيول شول. خو د دغه وګړني پاڅون تل پاتې حماسې زموږ د هيواد په تاريخ کې د هيواد نننيو او راتلوونکو نسلونو لپاره په يادګار پاتې شوې.
دملي شورا د مشرانوجرګه ددغه پاڅون د قربانيانو او مجاهدينو د خاطرو درناوى کوي او يوځل بيا د دغې پيښې د شهيدانو او د نورو درنو شهيدانو پاک روح ته دعاکوي او هغوى ته د فردوس جنت غوښتنه کوي او هيله لري چې د هيوادخلک د پخوا په شان د آزادي غوښتنې او خپلواکۍ غوښتنې بيرغ د تل لپاره وساتي او د خپلو پلرونو او نيکونو په دود تل د هيواد او د هغه دګټو دفاع او ساتنه وکړي.

Last modified on Friday, 21 February 2014 13:07

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.