14 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دپروان ښوونځيو تنطيفاتي وسايل ترلاسه کړل

کابل / دلړم ٢٣مه / باختر : دپروان په يوشمېر ښوونځيو...

دشکرې له ناروغي سره دمبارزې نړيواله ورځ ونمانځل شوه

کابل / دلړم ٢٣مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

له بي وزلو کسانو سره ژمني مرستي وشوې

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دسلواي دري ويشتمه

 دقمبر په څلور لارې کې په نوي بي وزلو  کورنيو چې تر خيمو لاندې شپې سبا کوي  دکابل ولايت له خوا ژمني مرستي  وويشل شوې .

  دکابل ولايت  يو خبرځاى دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل   دغه ژمني مرستي چې دکابل دوالي احمد الله عليزي  له خوا په مستحقو کورنيو وويشل  شوي او شړي ، خوراکي توکي کوښي او دپخلنځي  وسايل  پکې وو  دايساف دځواکونو په همکماري برابري  شوي وي .

  دکابل والي  وويل دايساف دځواکونو په همکاري  ژمني مرستي په دي ساړه فصل کې دکابل ولايت دولسواليو  په څلور سوو  مستحقو اوبي وزلو کورنيو هم ويشل شوي دي .

  عليزي زياته کړه په نږدي  راتلونکي کې  به دکابل ولايت له بودجي څخه دشلو زرو امريکايي ډالرو  په ارزښت  دخاک جبار  ولسوالۍ  په بي وزلو کسانو دمرستي توکي وويشل شي . 

 دکابل  والي له  ټولو کورنيو او بهرنيو موسسو څخه  وغوښتل  چې په دي ساړه  موسم  کې دکابل ولايت  له مستحقو  کورنيو سره خپلو مرستو ته  دوام ورکړي .

 له پيښو سره دمبارزي د کميټي رييس ډاکتر  محمد دايم کارګر  وويل دجمهور رييس دفرمان له مخې  په نږدي راتلونکي  دکابل  ولايت په مستحقو کورنيو  دپنځلسو مليونو افغانيو په ارزښت  ژمني مرستي ويشل کيږي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.