13 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو په فراه کې دوه ملکيان ووژل

کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر وسله والو طالبانو پرون په...

په پکتيا کې د چاودنې مخه ونيول شوه

کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر په پکتيا کې د يوې چاودنې مخه...

لسګونه ځوانان د پکتيا له پوځي اکاډمۍ څخه فارغ شول

کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر لسګونه ځوانان د افسر په توګه د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د خوست دخلکو ستونزې وڅيړل شوې .

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د دلوي ٢٦

  دامنيتي مسووليتونو  دليږدونې دکميسيون رييس  نن دخوست ولايت ته ورسيد .

  دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال دخبر له مخې ،  دامنيتي مسووليتونو دليږدونې  د کميسيون رييس ډاکتر اشر ف غني احمدزى  په هغې غونډه کې چې دخوست دوالي عبدالجبار نعيمي  او ددغه ولايت  د ځينو سپين ږيرو او چارواکو په ګډون  جوړه شوې وه  خبر ې وکړې .

 دغونډې په پيل کې دخوست  والي ددغه ولايت  په مرکز اومربوطاتوکې  دامنيت  او دامنيتي ارګانونو ترمنځ  دهمغږي په باب  معلومات ورکړل او ددغه ولايت  په امنيتي ارګانونوکې  دتشکيل دپراختيا غوښتنه يې وکړه .

  وروسته  دامنيتي مسووليتونو د ليږدونې دکميسيون رييس  ډاکتر اشرف  غني احمدزى  وويل  :  ددې لپاره  يې  دخوست ولايت ته  سفر کړى دى  چې ددغه ولايت  امنيتي حالت وڅيړي  او دخلکو او دامنيتي  ارګانونو د ستونزو په حل کولوکې  همکاري وکړي .

  وروسته په غونډه کې  څو تنو برخه والو مشرانو دخوست ولايت دامنيتي حالت په باب خبرې وکړې  اوخپلې  ځينې ستونزې يې  طرحه کړې .

   په پاى کې  ډاکتر اشرف غني احمدزى  دهغوى  نظريې اووړانديزونه وليکل  او له هغوى سره  يې ژمنه وکړه  چې  ستونزې يې  لوړو مقاماتو ته  رسوي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.