17 May 2012

RSS Facebook

په هرات کې دنيالګيو ايښودل پيل شول

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

هرات \ باختردکب دمياشتې ٣ :

دهرات ولايت دژوندانه دچاپيريال ساتنې درياست مسوولين وايي چې په راتلوونکي اوونۍ کې په دغه ولايت کې دنيالګيو دايښودلو پراخ پروګرام پيليږي.

په دې پروګرام کې به د دولتي  ادارو له خوا دوه سوه زره ډولي نيالګي  اوپه سلګونو زره نور نيالګي  هم دخلکو له  خوا ددغه ولايت په بيلابيلو ساحو کې کيښودل شي.

دهرات ولايت دژوندانه چاپيريال ساتنې دملي اداري رييس عبدالقيوم افغان دباختر اطﻻعاتي اژانس ته وويل په دې پروګرام کې به چې دراتلوونکي شنبې په ورځ پيليږي ددولتي  ادارو مسوولين  او کارکوونکي اودهرات ښاريان ونډه واخلي .

 افغان  دهرات له خلکو وغوښتل چې دژوندانه دچاپيريال ساتنې ، دککړتيا دکمښت  اوپه هرات کې دسمسوري فضا دپراختيا په مقصد په دې پروګرام کې فعاله ونډه واخلي .

دهرات  ولايت دژوندانه دچاپيريال مسوولين وايي چې تيرکال ددغه ولايت په بيلابيلو ساحو کې ددولتي ادارو  او خلکو  له خوا نږدي  پنځه مليونه ميوه لرونکي او ډولي نيالګي ايښودل شوي وو.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.