17 May 2012

RSS Facebook

دافغان مهاجرينو ماشومان دنړيوالو ميثاقونو سره سم راستنول کېږي

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردکب دمياشتې ٣ :

په کابل کې دځينو اروپايي هيوادونو سفيرانو نن دمهاجرينو دراستنولو او دشهيدانو ، معلولينو اودټولنيزو چارو له وزيرانوسره په غونډه کې هيواد ته دافغان مهاجرينو دماشومانو دراستنولو په باب خبري وکړي.

په دې غونډه کې  چې په کابل کې دبريټانيا، نايجريا، سويډن ،  کاناډا، دنمارک  اودهالند دهيوادونو سفېرانو ًبرخه لرله دهغو افغان مهاجرينو دماشومانو په راستنولوباندې ټينګارکوي چې له خپلو ميندو اوپلرونو پرته له بيلابيلو لارو يې اروپايي هيوادونو ته پناه وړي ده.

دباختر اطﻻعاتي اژانس  دخبرله مخې په دې غونډه کې  ډاکتر جماهير انوري  او امنې افضلي  څرگنده کړه چې ددغه شان  ماشومانو هرراز ستنول  بايد له نړيوالو مثياقونو سره سم ترسره شي او په لومړي ګام کې دې هغوى ته دهيواد په دننه  کې مناسب شرايط برابر شي .

امنې  افضلي  او ډاکتر جماهيرانوري دغه راز وويل  چې دغه موضوع به دافغانستان   داسلامي جمهوريت دوزيرانو شور ا په غونډه کې طرحه کړي که چېري دافغانستان اسلامي  جمهوريت  په دې باب موافقه وکړي  دمهاجرينو دراستنولو اودشهيدانو  معلولينو او دټولنيزو چارو وزارتونه به په دې  برخه کې په خپلو کاري استقامتونو کې اقدام وکړي .

ډاکتر جماهير انوري دباختر اطﻻعاتي اژانس  ته وويل  چې لا تراوسه پوري افغانستان ته ددغو ماشومانو دراستنولو شرايط برابر نه دى  او تراوسه پوري  هغوى ته مشخصي پروژې نه دى طرحه شوي  او بايد اروپا يي هيوادونه په تيره بيا دافغان مهاجرينو دماشومانو کوربه هيوادونه دټاکلي مودي څخه مخکې دهغوى په راستنولو اقدام ونه کړي  .

دغه راز امنې افضلي  هم څرګنده کړه موږ مکلفيت لرو  چې  دافغان  مهاجرينو دماشومانو دحق او حقوقو دفاع وکړ او که چېري دافغانستان په داوطلبانه  ډول دهغوى له راستنولو سره موافقه  وکړي  کوربه  هيوادونه دې بايد په هيواد کې  دمناسبو شرايطو  دبراًبرولو په لاره کې زموږ سره مرسته وکړي  .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.