19 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهورريیس غني د ننګرهار د ولسي پاڅون له قومندانانو سره وکتل

کابل/ دلړم۲۸مه/باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني...

پنځه وسله وال طالبان په پکتیا کې ووژل شول

کابل/دلړم۲۸مه/باختر د پکتیا د ځاځي آریوب او سېدکرم ولسوالیو په مربوطاتوکې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

نن هم له تا وتريخو الى څخه ډکو مظا هرو دوام و کړ

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختر\ دکب ٤ مـــــــــــــــــــه

نن هم د هيواد په مرکز او ولايتو نوکې ګڼ شمير خلکو د غونډو په جوړولو اود مظا هرو په کولو سره د هغه څه پرخلاف چې ديني مقدساتو ته سپکا وي بلل شوى دى غبرګون وښوده او ددغه شان پيښو د عا ملينو د مجا زا تو غو ښتنه يي و کړه .

 د هيواد له مرکز اوولايتونو څخه د باختر د اطلاعا تي ا ژانس خبريالانو خبر را کړ دغه مظا هري دبد خشان ، تخار، لغمان ، بغلان ، جوز جان ، پروان اود ننګر هار په ولايتو نو کې وشوې

مظا هره کوونکو ديو شمير بهرنيو عسکرو کړ نې چې د بګرام په هوايې ډګر کې يې د قران عظيم الشان ديو نسخي په سوځولو سره زموږ دديني مقدسا تو په نسبت يې سپکا وى کړى دى وغندل او ددغه شان اسلامي ضد عملو نو د عا ملينو د مجا زا تو غو ښتنه يې و کړه

دغه مظا هري په داسي حال کې وشوې چې په افغا نستان کې د ناټو د نړيوالو قو تونو قو ما ندان ، د ا مريکا ددفاع وزير او په کا بل کې د ملګرو ملتو دسازمان دسر منشي استا زي ددغه ماجرا غو ښتو نکى عمل په نسبت د افغا نستان له خلکو او دولت څخه بخښنه غو ښتي ده ، خو له بده مرغه نننۍ مظا هري دپرونيو مظا هرو په شان د هيواد په ځينو سيمو کې په تاو تريخو الى وا وښتې او يو شمير افغا نان پکي ووژل شول .

 په مرکزي بغلان ، مظا هري له زيات تا وتريخو الى سره يو ځاى وې مظا هره کونکو له پو ليسو سره نښتې و کړي

 دبغلان ولايت امنيتې مقا ما تو تاييد کړه چې د نښتې په بهير کې دمظا هرو يو تن برخه وال ووژل شو او درې تنه نورټپيان شول.

 په مرکزي بغلان کې په نننۍ پيښه کې د لسو تنو پو ليسو ټپي کيدل هم تاييد شوى دى

د اسي خبرو نه هم ترلاسه شوي دي چې د مظا هره کوونکو په ليکو کې  وسله وال کسان هم ليد ل شوي دي

 په لغمان کې قهر جنو خلکو دبيا رغا ونې د ولايتې ټيم په دفتر په ډبرو سره بريدونه و کړل ، يو شمير کسا نو هم هلې ځلې و کړې دغه دفتر ته چې امريکا يي عسکر پکي دي ننوځى

دبيا رغا ونې د ولايتې ټيم سا توونکو په هوا يي ډزو سره غبرګون وښوده .

په مهتر لام ښارکې د نننۍ مظا هري په بهير کې د نهو تنو ټپي کيدل تاييد شوي دي خو په بد خشان ، تخار اوجوز جان کې مظا هري په ښه نظم اوارا دي سره تر سره شول

په فيض ا باد، تالقا نو او شبرغان کې دمظا هرو برخه والو له دولتي مقا ما تو څخه وغو شتل چې ددغه شان ما جرا غو ښتو نکو خوځښتو نو مخه ونيسې اوعا ملين يي مجا زات کړي

 په بګرام کې ديو شمير بهرنيو عسکرو د کړ نو پرخلاف مظا هري په داسي حال کې کيږي چې د هيواد دولتي مقا ما تو ژمنه کړي ده دغه پيښه په جدې تو ګه تعقيبوى او په همدي مقصد د افغا نستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامد کرزي يو کميسيون مو ظف کړى دى او له خلکو څخه يي غو شتې دى چې خپله ارا مي وسا تي

 په کا بل کې د ناټو مقا ما تو ويلي دي چې دغه عمل په بي خبري او تير وتنې سره شوى دى او په هيڅ صورت قصدى عمل نه دى ، هغوى هم دڅيړنې امر کړى دى اود افغا نستان له خلکو او دولت څخه يي بخښنه غو شتې ده

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.