په باميانو کې دواورې ښوئيدنې له امله درې تنه ووژل شول

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردکب دمياشتې ٦ :

په باميانو ولايت کې پرون دواورې ښوئيدونې له امله درې تنه ووژل شول.

د ٢٠٢  شمشاد ساحوي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ  دغه پيښه دباميانو ولايت دورث ولسوالۍ  په مربوطاتو کې رامنځته شوه   چې له امله يې درې تنه ووژل شول او دوه  تنه نور ټپيان شول.

دوه تنه نور  دباميانو په فولادي کرز کلي کې دواورې ښوئيدنې له امله بې درکه شوي دي.

back to top