يوه ديرش کلن ځوان ځان وواژه

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردکب دمياشتې ٦ :

په بغلان ولايت کې نن يوځوان ځان وواژه . دغه ديرش کلن ځوان  دډبرو سکرو دکانونو داستوګنې دبلاکونو  اوسيدونکي و.

دپلخمري ښار ددريمې حوزي آمر قدرت الله اخلاق دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل  دغه ځوان ځان په خپله ددويم بند په کانال کې په اوبو کې ځان ډوب کړ او خپل ژوند يي پاى ته ورساوه .

دده يو تن خپلوان رمضان  په ځان وژنې دده دلاس پوري کولو اصلي انګيزه بيوزلي ، تنګسيا او کورنې فشارونه وبلل او ويي ويل  دغه ځوان پخوا دکرکر دډبرو سکرو په کان کي په افغان کول کمپنۍ کې کار کاوه او ددندي په بهيرکې معيوب شو اوميرمن يي دي وشاړه  چې په پاى کې دي دې  ته اړ شو چې په ځان وژنې لاس پورې  کړي .

ديادونې وړ ده چې دروان کال په لومړيو وختو کې هم يوه ميرمن کله يي چې غوښتل ځان په کانال کې ډوب کړي دلارويانو له  خوا وژغورل شوه.

back to top