20 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهورريیس غني د ننګرهار د ولسي پاڅون له قومندانانو سره وکتل

جمهورريیس غني د ننګرهار د ولسي پاڅون له قومندانانو سره وکتل

کابل/ دلړم۲۸مه/باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني...

پنځه وسله وال طالبان په پکتیا کې ووژل شول

پنځه وسله وال طالبان په پکتیا کې ووژل شول

کابل/دلړم۲۸مه/باختر د پکتیا د ځاځي آریوب او سېدکرم ولسوالیو په مربوطاتوکې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دسيلاونو دراوتلو له امله دګذرګاه نور ولسوالۍ خلکو ته دسردروند زيان اومالي تاوانونه واوښتل .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د غبرګولي  اوولسمه :
دبغلان ولايت په مربوطاتو کې پرون دسيلاونو دراوتلو له امله څه دپاسه سل تنه قرباني شول .
دګذرکاه  نور  په ولسوالۍ کې دغه سيلاونه دږلۍ  له سخت اورښت وروسته راووتل .
دبغلان ولايت دګذرګاه  نور ولسوال نور محمد ګذر دباختراژانس خبريال ته وويل: ددغو سيلاونو دراوتلو له امله دسرپه زيانونو سربيره تراوسه پورې ٥١ مړي ترلاسه شوي او دنورو دموندلو لپاره  چې ښځې ،ماشومان  او بوډاګان پکې دي دژغورنې د ډلو او ددوى دکورنۍ له خوا  دپلټنې عمليات دوام لري .
  يوه  اړونده  خبرځاى وويل : دغه سيلاونه داستوګنې د ٥٠٠٠٠ زره کورونو او دزرګونو جريبه کرنيزې ځمکې  دويجاړيدو  او  دخلکو دزرګونو څارويو دله منځه تللو   سبب شوي دي .
ده زياته کړه: دولسوالء له خوا يو هيئت موظف کړى شوى دى چې دګذرګاه نور ولسوالۍ په مربوطاتو کې دسيلاونو دراوتلو له امله دسر دزيانونو او دمالي تاوانونو دقيق ارقام تثبيت کړي  چې له زيانمنو شويو خلکو  سره مرسته وشي .
دګذرګاه نور ولسوال وويل چې دغه سيلاونه ددغې ولسوالۍ په تاريخ کې بې ساري دي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.