15 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 حامدکرزي او ډاکټر عبدالله د سولې پر بهير وغږېدل

حامدکرزي او ډاکټر عبدالله د سولې پر بهير وغږېدل

کابل/ د چنګاښ۲۴ مه/ باختر د هېواد پخواني جمهور رييس حامد...

 عبدالسلام رحیمي: د سولې بهیر د بریا ضمانت یوازې د افغانستان خلک دي

عبدالسلام رحیمي: د سولې بهیر د بریا ضمانت یوازې د افغانستان خلک دي

کابل/ د چنګاښ ۲۴مه/ باختر د جمهور رئيس ځانګړي استازي او...

 جمهوررئیس محمد اشرف غني د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ له قومندان سره وکتل

جمهوررئیس محمد اشرف غني د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ له قومندان سره وکتل

کابل/ د چنګاښ ۲۴مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دجمهوري رياست دلومړى مرستيال محمد يونس قانوني پيغام

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د غبرګولي يو ديرشمه :
دباميانو ولايت ديکاولنګ ولسوالۍ ديوه مشر ارواښاد عزيز الله سروش  دمړينې په مناسبت  دجمهوري رياست دلومړى مرستيال محمد يونس قانوني پيغام
  ګرانو هيوادوالو خويندو او ورونو !
خبر شوم چې دافغانستان داحصاييې مرکزي  ادارې پخوانى رييس او دباميانو ولايت ديکاولنګ  ولسوالۍ يو مشر او مخور دهغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه وفات شوى دى.
  انالله وانااليه راجعون
  په دې وسيله دخپلې ژورې همدردۍ  خپګان او ډاډګيرنې مراتب  ددغه ارواښاد  کورنۍ ټولو غړو  او دوستانو ته وړاندې کوم،   لوى  خداي  ( ج )  له دربار  څخه ارواښاد ته  دفردوس جنت او پاتې کسانو ته  يې دجميل صبر  هيله کوم .
ارواښاد عزيز الله سروش  په يوه متدينه  اوروښانفکره کورنۍ کې  وزيږيد،  او خپل ګران عمر يې خپلو خلکو او ګران هيواد ته د خدمت په لاره کې تيرکړى و .
دافغانستان داحصاييې په مرکزي   اداره کې دهغه کارنامې دخپل هيواد او خلکو په وړاندې ديو هيواد  دوست  شخص درسالتونودترسره کولو په لاره کې دارواښاد دهلوځلو يوه برخه وه .
  يوځل بيا دهغه کورني ته د ډاډ ګيرنې مراتب څرګندوم  دهغه پاک روح ته  دعاکوم .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.