21 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس محمداشرف غني: نننی بامیان د افغانستان په سیاسي روایت کې اساسي رول لري

کابل/ د وږي ۳۰مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس...

مطبوعاتي اعلامیه

٣٩- کابل / د وږي ٣٠مه / باختر د افغانستان پخواني...

په غزني کې سلګونو اړو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

٣٨- کابل / د وږي ٣٠مه / باختر د سرې مياشتې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

يوه ميړه تيره شپه خپله ځوانه ميرمن په جوشو اوبو وسوځوله .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٢:
يوه  ميړه  تيره شپه خپله  ځوانه  ميرمن  په  جوشو اوبو  وسوځوله .
دغه پيښه د بغلان ولايت په  خوست  ولسوالۍ کې  رامنځته  شوه.
دغه ميرمن  څلورکاله مخکې دکورنۍ له  خوايې  دغه سړي  ته په  بدو  کې ورکړاى  شوې وه .
د بغلان ولايت د ښځو د چارو رياست د حقوقو مديرې اورانوس عاطفي دباخترآژانس خبريال ته وويل :  د دغې ميرمنې په  بدن کې د ځورونې ډول  ډول نښې لکه  د پوزې ماتيدل ، دخولې څيرې کيدل ، د غاښونو داغ  او سخته  سوځيدنه تر سترګو کيږي.
دزيانمنې شوې  ميرمنې دڅرګندونوله مخې ، له هغې ورځې څخه چې  دې د خپل ميړه په کور کې پښه ايښې ده    تل د خپل ميړه  او دهغه دکورنۍ له خوا  له فزيکي او لفظي  تاوتريخوالي  سره   مخامخه شوې  ده .
عاطفې زياته کړه ، په پاى کې دغه  ځوانه ميرمن په  ډيرې بيرحمۍ او په سخت زړه  سره  په  جوشو اوبو  وسوځوله شوه  او دا يې له يو  شيدې خور ماشوم سره دحرفي طلاق په ورکولو سره له کور څخه  وشړله .
ويل کيږي دغه  ميرمن د ښځو د چارو رياست ته  له مراجعې  وروسته  د درملنې لپاره روغتون  ته  معرفي شوې ده .
خبرځاى   زياته کړه ، ددغې ميرمنې ميړه  ګلامير چې د ملي اردو منسوب   دى  اوس دپوليسو له  خوا نيول شوى دى.
خو په ولايتي شورا کې  دخوست ولسوالۍ د خلکو استازي   ذبيح الله رستمي  د دغې ميرمنې پر خلاف دتاوتريخوالي اصلي عامل   ددې ميرمنې خسر حضرت مير وباله   او دده  په نيولو  يې ټينګار وکړ.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.