دولس پروژې ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دچنګاښ دوه ويشتمه :
په پروان ولايت کې دملي  پيوستون   دپروګرام دولس  پروژې  بشپړې او نن ګټې اخستنې ته وسپارل شوې .
په دغو پرمختيايي پروژو کې په درې کيلومتره سړک دکانکريت  اچول  دلسو کيلوواټو په ظرفيت  داوبو بريښنا ديوې کوچني دستګاه جوړول ، ديو زرو يوسلو شپږ اويا مترو په اوږدوالى  داستنادي ډيوالونو جوړول   د اتو پلګوټو جوړول او دغه راز دڅښاک داوبو دژورواو  نيمه ژورو څاه ګانو کيندل شامل دي .
دپروان ولايت دملي پيوستون دپروګرام درييس دڅرګندونو له مخې، ددغو پروژو له ښګينو څخه ٢٢٠٠ کورني  ګټه اخلي .
  خبرځاى زياته کړه، دغه پروژې دخلکو په سلوکې دلسو په ونډې  سره  دڅوار لسو  مليونو افغانيو په لګښت  دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رياست او دهبيتات  موسسې له خوا دپروان ولايت دبګرام او سيدخيلو دولسواليو په مربوطاتو کې ګټې اخستنې  ته سپارلې شوې دي .

back to top