20 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهورريیس غني د ننګرهار د ولسي پاڅون له قومندانانو سره وکتل

جمهورريیس غني د ننګرهار د ولسي پاڅون له قومندانانو سره وکتل

کابل/ دلړم۲۸مه/باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني...

پنځه وسله وال طالبان په پکتیا کې ووژل شول

پنځه وسله وال طالبان په پکتیا کې ووژل شول

کابل/دلړم۲۸مه/باختر د پکتیا د ځاځي آریوب او سېدکرم ولسوالیو په مربوطاتوکې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

له زرو کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه .

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

کابل  باختر د کب  يوولسمه

دکابل ښار  له زرو مستحقو کورنيو سره نن دافغانستان دسوداګرۍ او صنايعو دخونو له خوا مرسته وشوه .

دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال دخبر له مخې ، دسوداګرۍ او صنايعو  دخونو دمديره هيئت  رييس دخوراکي توکو دويشلو په وخت کې وويل  د دوه سوه زرو  امريکايي  ډالرو په  ارزښت دغه خوراکي توکي چې په ډبي کې  دافغانستان دجنرال قونسلي په همکاري  په متحده عربي اماراتو کې دافغان پانګه والو او سوداګرو  له خوا برابر شوي دکابل ښار په اړوکورنيو وويشل شول .

په همدې حال کې دافغانستان دسوداګرۍ او صنايعو دخونو مرستيال  خانجان الکوزي وويل ، دغه توکي چې اوړه  ، غوړي ، وريجي ، چاى اوبوره پکې شامل دي هري اړې کورنۍ ته ورکړل شول .

الکوزي زياته کړه،  ټاکل شوې ده په راتلونکو ورځو کې په کابل ښار کې په دريو زرو نورو مستحقو کورنيو هم دغه مواد وويشل شي .

دافغانستان دسوداګرۍ او صنايعو خونو چارواکو وويل  په پام کې ده په ځينو ولايتونوکې له يو شمير اړو کورنيو سره هم دغه شان مرستې وشي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.