09 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دځمکې ښـوئيدونې له امله په لسګونو کورنۍ بيځايه شوي دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختردزمري دمياشتې  ١٩ :
دبدخشان ولايت په ياوان ولسوالۍ کې  دځمکې  ښوئيدنې له امله په لسګونو کورنۍ بيځايه شوي دي .
دبدخشان دوالي ويندوى  احمدنويد فروتن نن سهار دباخترآژانس خبريال ته وويل :  چې ددغه ولايت دياوان ولسوالۍ په آجيل کلي کې  څه دپاسه شپيته کورنۍ  له ځمکې ښوئيدنې مخکې له خپلو کورونو څخه وتلي دي او نورو ځايونو ته يې کډه کړې ده .
فروتن زياته کړه په خپل وخت  له سيمې څخه  دخلکو دتيښتې په دليل دوى ته زيان نه دى اوښتى.
دفروتن دڅرګندونوله مخې :  همدا اوس   بيځايه شوي کسان خوندي ځايونو ته ليږدول شوي دي  او دڅښاک داوبو  او دخوراکي توکو په ګډون داړتيا وړ لومړني مواد په دوى ويشل شوي دي .
دبدخشان دوالي ويندوى وويل :  چې    دبيځايه شويو کسانو دستونزو دڅيړنې
لپاره ددولتي او خصوصي ادارو په ګډون دولايت دمقام له خوا يو هيئت سيمې ته استول شوى دى  او ددوى داستوګنځي او  دژوندانه دنورو اړتياو په باب څيړنې وشي .     
روان هجري لمريزکال دبدخشان ولايت خلکو ته  دسر له زيانونو ډک  کال دى  نږدې څلور مياشتې مخکې دبدخشان ولايت دارګو ولسوالۍ  په آب باريک کلي کې دځمکې ښوئيدنې له امله  نږدې دوه سوه تنه اوسيدونکي ووژل شول.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.