19 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دطالبانو د نومول شوي ولسوال  له کور څخه دمهماتو کشف

دطالبانو د نومول شوي ولسوال له کور څخه دمهماتو کشف

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر : پوليسو دفارياب دقرغان ولسوالۍ...

 په پروان کې   ٢٥ بې ځايه شويو کورنيو مرستې  ترلاسه کړې .

په پروان کې ٢٥ بې ځايه شويو کورنيو مرستې ترلاسه کړې .

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر : په پروان کې نن په...

 دلوګر ولايت لپاره دطالبانو دپوځي  کمېسيون رييس  په لغمان کې ونيول شو

دلوګر ولايت لپاره دطالبانو دپوځي کمېسيون رييس په لغمان کې ونيول شو

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر : دلوګر ولايت لپاره دطالبانو دپوځي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په کابل کې له دوه زره اووه سوه کورنيوسره مرسته وشوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٥
د سعودي عربستان بشردوستانه مرستې نن د مهاجرينو د راستنولو د چارو د وزارت له خوا د کابل ښار د اتمې ناحيې په مربوطاتو د دوه زره اووه سوه کورنيو په واک کې ورکړې شوې.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزير جماهير انوري د دغو مرستو د ويشلو په وخت کې د باختر آژانس خبريال ته وويل : په دغو مرستوکې د اوړو، وريجو، غوړيو، چايو او د کور د وسايلو په ګډون اته قلمه مالونه شته چې په بې ځايو شويوکورنيو وويشل شوې.
د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزير زياته کړه: د دغو مرستو ارزښت دوو مليونو امريکايي ډالرو ته رسيږي چې د سعودي عربستان د شاهي هيواد د بشردوستانه مرستو د يوې برخې په توګه چې د کابل او د نورو اوو ولايتونو په شپاړلس زره کورنيو به وويشل شي.
ده وويل: پخوا د کابل ښار په ديارلسو ناحيوکې د دغه وزارت د کارکوونکو له خوا سروې شوې وه او د دغو مرستو د ويشلو بهير دوام لري.
جماهير انوري وويل: د افغانستان د دولت په استازيتوب د سعودي عربستان د بشردوستانه مرستو له امله مننه کوم.
په کابل کې د سعودي عربستان د سفير مرستيال د دغو مرستو د ويشلو په بهير کې وويل: د سعودي عربستان شاهي هيواد په پام کې لري چې د بشر دوستانه مرستو د ويشلو بهير د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې په بې ځايه شويو کورنيو باندې د مهاجرينو د را ستنولو د چارو وزارت له لارې دوام وکړي.
د مهاجرينو د راستنولو د چارو د وزارت د مسوولينو د څرګندونو له مخې: د ديرشو مليونو ډالرو په لګښت د سعودي عربستان د شاهي هيواد له مرستو څخه د راستنيدونکو پورې په اړوندو ښارګوټو بې ځايه شويو کورنيو ته کورونه جوړيږي چې کار يې دوام لري.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.