20 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

څلور وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل/ دلړم ٢٩مه/باختر څلور وسله وال طالبان په روزګان کې له...

په قندهارکې طالبانو ته د سر زيانونه

کابل/ دلړم ٢٩مه/باختر د قندهار په ميوند ولسوالۍ کې د طالبانو...

شپږ وسله وال طالبان په لغمان کې ووژل شول

کابل/ دلړم ٢٩مه/باختر شپږ وسله وال طالبان په لغمان کې د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د مصر دارالافتا: دحج د فريضې د ادا کولولپاره له محرم پرته دښځوسفرجايزوباله

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

قاهره - ايرنا – باختر د وږي دمياشتې ١٩
دمصر دارالافتا پرون اعلام وکړ: ښځې کولاى شي چې د محرم له ملګرتيا پرته د حج سفر ته لاړې شي.
د انحاء دخبري سايت دخبرله مخې: د مصر دارالافتا دغه فتوا د لارې په اوږدو ، د استوګنې او د ستنيدو په وخت کې د امنيت له پلوه دښځې په ډاډ پورې اړوند وبلله.
دمصر دارالافتا ټينګار وکړ: د محرم له شتون پرته د ښځو د سفر د ممنوعيت حديثونه په هغه وخت پورې مربوط دي چې امنيت نه و، آن د ښځو له ډلې سره د ښځې سفر هم له محرم سره د سفر حکم لري.
وهابي مفتيان د ښځو د محرم له شتون پرته د دوى سفر حرام بولي او د هغوى د فتوا له مخې: د حج د سفر او نورو سفرونو ترمنځ توپير نشته.
دعربستان هوايي چلند هم د وهابيانو د فتوا له مخې اعلام کړي دي چې دحج سفرته له محرم پرته له ٤٥ کلنى څخه ښکته دمجردو ښځو سفر منع دى، د سرغړونې دکتنې په صورت کې به سرغړونکي هوايي شرکتونه څه ناڅه پنځوس زره سعودي رياله جريمه شي او له محرم پرته ښځې به په هماغه الوتنه کې چې راغلې دي؛ بيرته خپلو هيوادونو ستنې کړې شي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.