يو افغان زيارت کوونکى په مدينه منوره کې وفات شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٩
يوافغان زيارت کوونکى پرون په مدينه منوره کې وفات شو.
په مدينه منوره کې د افغان حاجيانو د بعثه رييس طالب شاه معصومي د باختر آژانس استول شوي خبريال سيد حبيب سادات ته وويل: دغه افغان زيارت کوونکى د هرات ولايت اوسيدونکى غلام فاروق دى او د زړه د ناروغۍ او د عمر د زياتوالي په نسبت د مدينې منورې په انصار روغتون کې وفات شوى دى او جنازه يې د بعثه د غړو او د نورو افغان زيارت کوونکو له خوا د نبوي حرم ته څېرمه په جنت البقيه کې خاوروته وسپارل شوه.
دا لومړى افغان حاجي دى چې په مدينه منوره کې وفات شوى دى.

back to top