20 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دفراه له مرکز څخه ديو تروريست نيول کيدل

شبرغان / باختر/ د وږي٢٩مه : د فراه پوليسو تيره...

د شبرغان- مزارشريف لويه لاره د ترافيکو پرمخ خلاصه شوه

شبرغان / باختر/ د وږي٢٩مه : د شبرغان- مزارشريف لويه...

په ننګرهار کې دملکي وګړو دتلفاتو په اړوند ضد ونقيض ادعاوې

جلال آباد / باختر/ د وږي٢٩مه : په ننګرهارکې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دبددخشان ولايت دارګو ولسوالۍ دبيا جوړولو کار به پيل شي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باخترد وږي دمياشتې  ٢٠  :
دوزيرانو شورا  په خپلې وروستۍ  غونډه کې   دبدخشان ولايت په ارګو ولسوالۍ کې   داستوګنې دکورونو  اود  اوبو رسولو دشبکو دجوړولو مسله وڅيړله .
دباختر آژانس د خبرله مخې :دروان کال په بهېرکې دبدخشان ولايت دارګو په ولسوالۍ کې   دځمکې  ښوئيدنې له امله داستوګنې يوشمير کورونه ويجاړ اوپه لسګونو تنه هېوادوال شهيدان شول.
ددغه ناتار دڅيړنې په خاطر څو هېوادونو او  دافغانستان يوشميرملي سوداګرو اوخلکو  دارګوله خلکو سره خپلې مرستې اعلام کړې .
دکليو دبيا جوړولو  اوپراختيا وزير دبدخشان ولايت  دارګو ولسوالۍ  دبياجوړولو دکار دپرمختګ دبهېر په باب دکابينې غونډې ته معلومات ورکړل  او ويې ويل :  ددغې ولسوالۍ  دمصيبت ځپلو کسانو داستوګنې دکورونو دبيا جوړولو په مقصد درې سوه جريبه ځمکه بيل کړاى شوې ده  . دغه راز په همدې مقصد ملي سوداګرو ، نړيوالې ټولنې  اوپه تيره بيا د چين دولسي جمهوريت  او دهندوستان دهېوادونو نغدي مرستو په خاص حساب راټولې شوې دي او وړانديز يې وکړ چې له دغو مرستو څخه په استفادې سره دې داستوګنې دکورونو ، داوبو رسولو دشبکو  او دنورو ټولګټو تاسيساتو  دجوړولو په لاره کې  له کورنيو او بهرنيو غير حکومتي موسسو  (انجيوګانو )  سره قراردادونه لاسليک شي  ځکه دغه سيمه سړه سيمه ده  او دژمي فصل هم را روان دى  چې  په  استثنايي  ډول  د وزيرانو شورا  له خوا دتصويب وړ وګرځيد.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.