17 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

له قطر سره د لوبې لپاره د افغانستان د فوټبال ملي ټيم تمرينونونه پيل کړل

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر د افغانستان د فوټبال ملي ټيم...

د ننګرهار د کرنې رييس په يوه ترافيکي پېښه کې ووژل شو

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر د ننګرهار د کرنې او اوبو...

د اتل قول اردو قوماندان: طالبان د زابل په شاه جوى کې ماتې خوړلې ده

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر د اتل قول اردو قوماندان وايي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اورښتونو دسمنګانو دشب باشک دکان مواصلاتي لاره وتړله .

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د کب اوولسمه

  دسمنګانو ولايت دبر دره صفو ولسوالۍ دشب باشک  له کان څخه  د ډبرو سکرو د را ايستلو کار دلاري دخرابوالي  ، دسړک دتړل کيدو او سختو اورښتونو په علت  ځنډيدلي  دي  .

 دشمال د ډبرو سکرو دتصدي درياست فني مرستيال انجنير علي مدد وايي ددغي ولسوالۍ له شب باشک  کان څخه د ډبرو سکرو ليږدول  دواورې دسخت اورښت او دمواصلاتي لاري دتړل کيدو له امله له يوې  نيمې مياشتې راپديخوا له ستونزې سره مخامخ شوي دي .

  ده زياته کړه پخوا له دغه کان څخه هره ورځ په منځني ډول له ديرشو څخه تر څلويښتو موټرو پوري سکاره ليږدول کيدل او دغه اندازه سکاره کابل او ځينو ولايتونو ته ليږدول کيدل خو وروستي  اورښتونه ددغه کان دسړک د تړل کيدو سبب شول چې د دشتک له سيمي څخه تر شيخ تنکي پوري څه ناڅه  شل کيلومتره واټن لري .

  ده زياته کړه دوه ورځې مخکې هم ددغي ولسوالۍ په ځينو ځايونوکې دواورې او باران اورښت او دسيلاونو راوتلو دايبکو دلاري دتړل کيدو  سبب  شوي دي چې دغي ستونزې   هم دشب باشک  له کان څخه د ډبرو سکرو دليږدونې ستونزه زياته کړي ده .

 ده ددغه کان د سړک  دخرابوالي په باب وويل ددغي تصدي مسوولين يو بولدوزر او يو لودر په واک کې لري چې دهوا په ښه والۍ سره به دسړک دترميمولو او بيا رغاونې کار پيل شي .

 دد ډبرو سکرو  دکان مسوولينو مخکي  له دي ويلي وي چي دوي دروان کال په لومړيو نهو مياشتوکې د بر دره صف  له کان څه دپاسه اووه سوه  يو مليون افغاني ترلاسه کړي دي چې دتيرکال په پرتله  څه ناڅه دري سوه زره افغاني زياتي دي .

 دشب باشک  د ډبرو سکرو  کان په ١٣٤٥ کال کې دسيمي داوسيدونکو له خوا کشف  شوي او دپخواني شوروي او الماني  ماهرانو دسروي له مخي چې په  ١٣٤٦ کال کې وشوه ددغه کان د ډبرو سکاره څه دپاسه سل مليونه ټنه اټکل شوي و .

 ديادونې وړ ده چې دسمنګانو په پراخو سيموکې د ډبروسکرو کانونه شته .

 په هيواد کې د ډبرو دسکرو کانونه دکمر بند په بڼه دي چې دبدخشان له ولايت څخه پيل او دتخار ،بغلان ، باميانو اوسرپل په ګډون دهرات په سبزک  کان کې پاى ته رسيږي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.