دغالي اوبدونکي ښځي وايي چې اجوره يي کمه ده .

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د کب اوولسمه

 دالمان پرمختيايي  پروګرام دبلخ ولايت دبيلابيلو ولسواليو دغالي اوبدونکو  ښځو په ګډون دښځو نړيواله ورځ ونمانځله .

 دباختر اژانس دخبر له مخې په هغې غونډه کې چې له  همدي امله جوړه شوې وه  دبلخ ولايت ددولت اباد، چاربولک اوچمتال  دولسواليو او دجوزجان ولايت داقچې ولسوالۍ غالي اوبدونکو ښځو ګدون کړي و  .

 دخبرځاى  د څرګندونو له مخې غالي اوبدونکو  ښځو دهغو ستونزو اوننګونو په باب خبري  وګړي  چې ددوى په لاره  کې  پرتي دي و ويل  چې ددوي مهمه او اساسي ستونزه داجوري کمښت ، دروغتيايي خدمتونو نشتوالې ، بيسوادي  اوکورني تاوتريخوالې دي .

  يوي ميرمنې  نجيبه چې  کليوالي جامې يې اغوستي وي وويل  موږ دسهار له اوو بجو څخه دمازيګر تر پنځو بجو پوري له ځنډ  پرته په غالي اوبدلو  بوختي  يو او له دې وروسته دکور کارونه کوو په داسې حال کې چې دخاورو او دوړو له امله زموږ سترګو ته زيان رسيږي او زياتره غالي ابدونکې ښځې دسالنډي  په ناروغي اخته دي خو اجوره يې ډيره کمه  او ناڅيزه  ده يعني دغالي خاوندان موږ ته دورځي پنځوس افغاني  اجوره راکوي .

 دچاربولک له ولسوالۍ څخه  ميرمن زرمينه وايي شپږ مياشتي په يوي غالي کار کوي  اوپه ورځ کې پنځوس افغاني اجوره ددوي دکورنۍ او ماشومانو  کوم درد نه دوام کوي .

 په همدي حال کې دشمال دغاليو داتحاديې رييس عبدالستار بيکزاد وويل دهيواد په سلو کې اويا غالي پاکستان ته قاچاق کېږي که چېري ددولت له خوا يې  مخه ونه نيول شي دغالي اوبدونکو اجوره به زياته نه شي .

back to top