13 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

له درې سوه پنځوسو زرو کورنيو سره مرسته کيږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٠ :
د کرنې او اوبولګولو وزارت د روژې په مبارکه مياشت کې له اړوکسانو سره د ملاتړ په مقصد په ټول هېوادکې په نږدې ٣٥٠ زرو کورنيو غنم يا پيسې ويشي .
دباخترآژانس د خبرله مخې:
همدا اوس د هېواد په پنځو سيلوګانو او څلورو ولايتونوکې د غنمو سترې زيرمې  او ګودامونه شته چې په ټوليزه توګه ٣٤ زره ٦٨٦ ټنه غنم پکې زيرمه شوي دي. 
د دغه پروګرام له مخې، هره کورنۍ به ١٠٠ کيلوګرامه غنم او يا معادلې پيسې  ترلاسه کړي.
د کرنې او اوبولګولو وزير اسدالله ضمير نن په کابل کې په يوه خبري غونډه کې وويل: د پروګرام په ګټې اخيستوونکوکې دکابل ښار داخلي بېځايه شوي کسان او د روان کال راستانه شوي کسان، بيوزلي ښوونکي، معيوبين، معلولين   او د کورنيو متکفلې کونډې ښځې، د دولتي ادارو د اووم او اتم بستونو مامورين، د کابل ښاروالۍ کارګران، د طبيعي پيښو زيانمن شوي کسان او د حج او اوقافو وزارت بيوزلي کارکوونکي شامل دي او د کابل ښار سوالګر به هم له د غو مرستو څخه ګټه واخلي .
د غنمو د ويش بهير په دوو ډولونو ترسره کيږي.
لومړۍ: څه دپاسه ١٩ زره ټنه غنم په کابل او په هغو نهو ولايتونوکې  په اړو کسانو ويشل کيږي چې د غنمو زيرمې پکې شته.
دويم:  ١٥ زره ټنه نور غنم په آزاد بازارکې د نږې ٢٨٥ مليونو افغانيو په بيه پلورل کيږي او پيسې به يې په هغو ٢٥ نورو ولايتونوکې وويشل شي چې د غنمو زيرمې پکې نشته .
د شفافيت او عدالت د تامينولو په مقصد پيسې به د اړوکسانو په بانکي  حساب تحويلې شي .
په اړو کسانو د غنمو او پيسو د ويش بهير سره له نن څخه پيل شو.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.