13 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دوه دېرش ميليونه ډالر ليلامېږي

دوه دېرش ميليونه ډالر ليلامېږي

کابل/ د زمري ٢٣ مه / باختر مرکزي بانک ٣٢...

په پروان کې یو مسلخ جوړېږي

کابل / د زمري ۲۳ مه / باختر د پروان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دپوهنې وزارت او ديوولسو مشورتي شرکتونو ترمنځ روزنيزو او دکارموندلو دخدمتونو قراردادلاسليک شو .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د چنګاښ  يوويشتمه :
دروزنيزو  او دکارموندلو دخدمتونو قرارداد پرون دپوهنې وزارت او ديوولسو مشورتي شرکتونو ترمنځ لاسليک شو .
دباختراژانس دخبر له مخې، دکار په مارکيټ کې سترواړتياو ته په پاملرنې او له بله  پلوه هم ځوانانو ته دمناسب کار دزمينې دبرابرولو په مقصد دپوهنې وزارت دتخنيکي اومسلکي تعليماتو معينيت په هيواد کې دکار دځواک دفني مهارتونو دپراختيا او پياوړتيا په مقصد دمشورتي خدمتونو له يوولسو شرکتونوسره دروزنيزو او کار موندلو  دخدمتونو قرارداد لاسليک کړ .
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت دپوهنې  دوزير ډاکتر اسد الله حنيف بلخي  ، ددغه شرکتونو دمسوولينو او دپوهنې وزارت دمشرتابه هيئت له خوا جوړه شوې وه دپوهنې وزير وويل په اسلامي  او معياري  کيفيت سره دښوونې اوروزنې تر څنګ ددغه وزارت يوپروګرام ددغه وزارت دحرفوي تعليماتو دمرکزونو فارغانو ته  کارموندل  دي او دغه قرارداد يې چې ددغه وزارت دتعليمي او مسلکي بنسټونو دفارغانو دجذب په کار کې ارزښتناک وباله .
دغه قرارداد چې دافغانستان دکاري ځواک  دپراختيا دپروګرام له لارې او دامريکا دمتحده ايالاتو دنړيوالې پرمختيا دادارې په مالي مرسته عمل کيږي دځوانانو دټولنيز او اقتصادي ژوندانه  دحالت په ښه والي کې يو ارزښتناک ګام دى .
دغه راز دپوهنې وزير زياته کړه چې دافغانستان دکاري ځواک د پراختيا پروګرام څلور کلن دى او په دووساسي بڼو چې  وزګارتيا  او دماهر اومسلکي  کاري ځواک کمښت دى څيړي او هم دتجارتي ودې لپاره کليدي  فرصتونه برابروي .
دپوهنې وزير ددغه پروګرام داساسي هدفونو په اړوند چې پنځه ويشتو زرو افغانانو  ته چې په سلو کې پنځه ويشت يې ښځې دي دکارموندل او دمعاشونو زياتوالى دى معلومات ورکړل اوڅرګنده يې کړه چې دافغانستان دکاري ځواک دپراختيا پروګرام خپل چلند غوښتنه اومحور په څلورو پړاونوکې تطبيق او عملي کوي .
دغوښتنې څيرنه ، دتخنيکي اومسلکي تعليماتو د روزنيز نصاب  برابرول يا تعديل ، دلياقت ، استعداد اوعلاقمندي پربنسټ زده کړه اوپه کارموندلو پورې داړوندو خدمتونو وړاندې کول .
ديادونې وړ ده چې دغه پروګرام په عمده توګه دافغانستان په شپږو سترو ولايتونو کابل ، هرات ، بلخ ، ننګرهار ، قندهار او کندز کې فعاليت کوي .  

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.