13 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهور رئیس غني دامریکا متحدو ایالاتو د نوي سفیر باورلیک ومانه

جمهور رئیس غني دامریکا متحدو ایالاتو د نوي سفیر باورلیک ومانه

کابل باختر دليندي يو ويشتمه د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

 له دارالعلوم  څخه  څلور سوه پنځوس  تنه نجونې  فارغې شوې .

له دارالعلوم څخه څلور سوه پنځوس تنه نجونې فارغې شوې .

-کابل باختر دليندي يو ويشتمه : دبي بي عايشې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو نړيواله ورځ ونمانځل شوه.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د ليندي  څلورمه

په لغمان ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي نړيواله ورځ د يوې غونډې په ترڅ ونمانځل شوه.

په دې غونډه کې د لغمان پر والي سربيره، د ښځو چارو سرپرستې، د اطلاعاتو او فرهنګ رييس، د حج او اوقافو رييس، د لومړۍ پلې لوا يو شمېر مسولينو، په ختيځ زون کې د بشر حقوقو د خپلواک کمېسيون يو شمېر استازو، د لغمان د ښځو چارو رياست کار کوونکو، په لسګونو ښځو  اود يو شمېر نورو ادارو مسولين ګډون کړی و.

د غونډې په پيل کې د لغمان ولايت د ښځو چارو سرپرستې نسرين ثنا حسين خيل  د پرانستوونکې وينا ترڅنګ په تېرو يوولسو مياشتو کې د دغه ادارې له خوا ترسره شویو کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.

دې وويل: په تيرو يوولسو مياشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي(۳۵)  پيښې ثبت شويدي، چې  له دې جملې څخه د لغمان ولايت د ښځو دچارو رياست په هڅو (۱۵) د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي قضې حل شويدي او شپږ نورې ورته قضې د عدلي او قضايي ارګانونو ته استول شويدي.

ده زياته کړه: په دغه موده کې (۲۲۰۰) ښځو ته په مختلفو برخو کې عامه پوهاوی ورکړشوی دی او د دې ترڅنګ د لغمان ولايت مقام په مشرۍ يوولس د تاوتريخوالي د له منځه وړلو  کمېسيون مياشتنې غونډې ترسره کړي دي.

اغلې حسین خيل له عالمانو، قومي مشرانو او د دولتي ادارو له مسولينو څخه وغوښتل چې په دغه برخه کې پوره ونډه واخلي، څو د ښځو پر وړاندې تاو تريخوالی له منځه لاړ شي.

دلغمان والي عبدالجبار نعيمي چې دغې غونډې ته يې وينا کوله د ښځو پر وړاندې هر ډول تاوتريخوالی په کلکو ټکو وغانده.

ده وويل: د ښځو پر وړاندې هر ډول تاوتريخوالی د زغم وړ نه دی او د دې چارې ترسره کېدونکو ته د سختې سزا غوښتوونکی يم.

ده زياته کړه: په لغمان ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ترسره کوونکو سره جدي مبارزه کوم او عاملين يې عدلي او قضايي ارګانو ته سپارم.

ده په عالمانو، دولتي اراکينو، قومي مشرانو او رسنيو باندې غږ وکړ، چې د دغې پدېدې پر وړاندې مبارزه وکړي، څو د ښځو پر وړاندې هر ډول تاوتريخوالی له منځه لاړ شي.

وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ رييس فيضان الله پټان، دارشاد، حج او اوقافو رييس سيدنجيب الله هاشمي، په ختيځ زون کې د بشرحقوقو د خپلواک کمېسيون استازي حکمت الله امين د لومړۍ پلې لوا د ارکان رييس درستيز وال محمد حسن کړوخيل او يو شمېر نورو ويناوالو په وار سره د ښخو پر وړاندې د تاوتريخووالي د له منځه وړلو په اړه اسلامي، مدني  او هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او ډاډ څرګند کړ چې په دې برخه کې به جدي مبارزه کوي.
 

Last modified on Tuesday, 01 December 2015 11:37

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.