دقندهار ولايت په ډنډ ولسوالۍ کې دبريښنا دتامينولو لپاره له لمريزې انرژي څخه استفاده پيل شوه .

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د غبرګولي لومړي

  دقندهار ولايت  په ډنډ ولسوالۍ کې دبريښنا دتامينولو  لپاره له لمريزې انرژي  څخه استفاده  پيل شوه .

  دقندهار ولايت دډنډ  ولسوال احمد الله نازک باختر اژانس ته وويل په همدې مقصد له لمريزې  انرژي  څخه دبريښنا دتوليد ځانګړي دستګاه وي  درول  شوي او په لومړۍ ګام کې  ددغې ولسوالۍ په بازارکې  شپيتو دوکانونو ته بريښنا تامين شوې ده او په پام کې  ده چې په راتلونکي کې داي ار دي موسسې او نورو مرستندويو موسسو دهمکاريو په جلبولو سره  دغه بهير  پراخ کړو .

  دنازک دڅرګندولو  له مخې دغه دستګاوي دلسو کلونو  لپاره  ضمانت لري اوپه دغه صورت کې چې کومه تخنيکي ستونزه پکي پيداشي ددغي موسسې دمسوول له خوا په وړيا ډول ترميميږي .

back to top