22 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

لس طالبان په غزني کې ووژل شول

لس طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل/ د سلواغې لومړۍ/ باختر لس وسله وال طالبان تېره شپه...

په فارياب کې يو پلار خپله لور ووژله

په فارياب کې يو پلار خپله لور ووژله

کابل/ د سلواغې لومړۍ/ باختر په فارياب کې پرون يو سړى...

د غوري سمنټو د پلورنې لپاره ښه بازار جوړ شو

کابل/ د سلواغې لومړۍ/ باختر د غوري سمنټو تصدۍ د فابريکې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په سلګونو کورنيو بريښنا ترلاسه کړه .

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د غبرګولي لومړي

  په سمنګانو  ولايت کې دبريښنا دمزو دغځولو  دشپږو پروژو دکار په بشپړيدو سره دبريښنا دکمښت له پلوه دسلګونو کورنيو ستونزې لري شوي دي .

 دسمنګانو ولايت دبريښنا رييس انجنير  عبدالطيف  باختر اژانس ته وويل  دباى قشلاق ، صوفي قلعه ، جوي ژوند ون  اچه مجدى ، جوغاى اوګل قشلاق دکليو دبريښنا دمزو دغځولو  پروژو ديو سلو څلويښتو  زرو ډالرو په لګښت دامريکا دپرمختيايي اداري اوبريښنا شرکت له خواجوړکړ شوي او بشپړه شوې ده .

 دده د څرګندونو له مخې دعمومي لين دغځولو  دستنو د درولو او دمزو او ترانسفارمر لګښت دامريکا په پرمختيايي  اداري پورې اړه لري او  له ترانسفارمر  څخه داستوګنې تر کورونو پورې دمزو غځول او دنورو تجهيزاتو نور لګښت دسمنګانو ولايت دبريښنا درياست په غاړه دي .

 دبريښنا رييس وويل ددغې پروژي له لارې په دغو کليو کې په بيلابيلو  ظرفيتونو شپږ ترانسفارمرونه مونتاژ او درول شوي دي چې په فعاليدو سره اووه سوه کورنۍ دازبکستان   له وارداتي  بريښنا څخه ګټه  اخلي . 

 دايبکو   ښار دصوفي قلعه دکلي اوسيدونکى  محمد  ابراهيم چې  له دغه بريښنا څخه ګټه  اخلي وويل  دپروژي کار بشپړ شوي دي اويوه اوونۍ کيږي چې زموږ کلي ته بريښنا  رسيدلي او زموږ کورونه روښانه شوي دي .

  دغه راز دسمنګانو  دبريښنا رييس وايي همدا اوس په ايبکو ښار کې دازبکستان وارداتي بريښنا شته چې ديو فرعي لين په واسطه دبلخ له سب ستيشن څخه ليږدول شوي دي چې لس  زره کورنۍ دولتي اداري او دښار دوکانونه ورڅخه ګټه اخلي .

 دده د څرګندونو له مخې دسمنګانو سب ستيشن  دڅه دپاسه اوو مليونو ډالرو په لګښت ترکار لاندې دي چې کاري يي په سلو کې اتيا پرمخ تللي دي چې په فعاليدو سره يي شپاړس ميګاواټه بريښنا دغه ولايت ته ورکوي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.