24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

درې ټنه خوراکي توکي اولس مليونه افغانۍ دسرپل ولايت سيلاو ځپلو ته په پام کې نيول شوي دي.

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

کابل باخترد جوزا دمياشتي٢ نيټه :

له پيښو سره دمبارزې دتياري دملي اداري مرستيال  وايي  درې ټنه خوراکي توکي اولس مليونه افغانۍ په سرپل ولايت کې دسيلاونو له امله  په زيانمنوشويو کسانو دويشلو په خاطر په پام کې نيول شوي دي  .

ده وويل : دغه تصميم په پروني  غونډه کې  چې دجمهوري رياست دمرستيال او له پيښو سره دمبارزې دملي کميټې  درييس محمدکريم خليلي په مشري جوړه شوې وه ونيول شو او وپتيل شوه  چې دوه سوه ټنه غنم سل ټنه وريجي   اولس مليونه افغانۍ په سرپل ولايت کې  په سيلاو ځپلو دويشلو په خاطر  په پام کې ونيول شي .

له پيښو سره دمبارزې دتياري دملي اداري مرستيال محمداسلم سپاس چې په دې باب يې دباختراژانس له خبريال سره خبري کولى وويل ، دروان کال په تيرو دوو مياشتو کې په سرپل ولايت کې دسيلاو دراوتلو له  امله  ٢١٩  تنه وژل شوي  او په ټوليزه توګه اوولس زره شپږسوه يو اتياکورنۍ زيانمنې شوي دي.

ده زياته کړه  ددغو سيلاونو له امله  داستوګنې درې زره اووه سوه شپږ اويا کورونه  په بشپړډول  ويجاړشوي دي اودکرنې  په سلګونو جريبه ځمکه  اوبڼونه هم په دغه ولايت کې ويجاړشوي دي . اوپه زرګونو څاروي له منځه تللي دي .

سپاس وويل  چې تراوسه پورې له هغو کورنيو سره چې خپلې کورنۍ  غړي يې په سيلاونو کې له لاسه ورکړي دي پنځوس زره افغانۍ  مرسته شوې ده اوهغو  کسانو ته چې کورونه يې ويجاړشوي دي لس زره افغانۍ  اوټپيانو ته له لسو څخه ترپنځلسو  زرو افغانيو پورې ورکړشوي دي.

ده وويل چې تراوسه پورې  په سرپل  کې دسردزيانونو اوتاوانونو ددقيق شمير او اندازې دڅيړنې په خاطر تحقيقات دوام لري  او دنغدي  مرستو اوخوراکي  توکو دويشلو په خاطر نوى تدبيرونه نيول شوي دي .

ده يوځل بيا خلکو ته خبرداري ورکړ ، خپل کورونه چې دسيلاونو ترخطر لاندې دي تش کړي او امنو سيمو ته لاړشي .

سپاس  څرگنده کړه   چې دتير ژمي  دواوري سخت اورښت  ته په پاملرنې سره  دغه شان پيښو ته مو تياري په پام کې نيولى و او دغه راز ددغه شان سيلاونو دراوتلو اټکل مو کړي و اوپه ژمي  کې  مو څو غونډې وکړې چې داړوندو  ادارو اودملګروملتونو ددفتر کاري استقامتونه مشخص شي .

 ده وويل ټولو واليانو ته دليک په واسطه  خبرورکړى شوى و چې خلک دسيلاونو له خطرونوڅخه خبرکړي . او دزيانمنلو په تناسب هر ولايت  ته له دوو څخه  تردريو مليونو پورې ورکړشوي و او له نيکه مرغه چې خلکو دمصيبت ځپلو مرستو ته ور ودانګل اومرسته يې ورسره وکړه .

ده وويل  له پيښو سره دمبارزې دتياري  ملي اداري پاليسي جوړونکي مرکز دى  له  همدې امله  ټولو دولتي ادارو ، نړيوالو  خيريه موسسو  سره مو اړيکي نيولي دي  چې هر ولايت  دخپلو مرستو زيرمي له  مخکې تدارک کړي او دغه راز دافغاني سري مياشتې له ټولنې موغوښتي و هغه سيمې چې ناامني دي ترخپل پوښښ لاندې  ونيسي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.