24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په غزني کې دږلې سخت اورښت کورونه اوبڼونه زيانمن کړي دي

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

کابل باخترد جوزا دمياشتي٥ نيټه :

په غزني ولايت  کې دږلې دسخت اورښت له امله  داستوګنې په لسګونه کورونه او بڼونه زيانمن شوي دي اوسلګونو جريبه ځمکي کروندو ته   زيان رسيدلي دي .

دغه ږلې تيره شپه  دڅوساعتونو لپار ه  داندړوولسوالۍ په مربوطاتو کې و اوريده  اودسيمه ييزو مسوولينو دڅرگندونوله مخې داستوګنې په لسگونو کورونه  اوبڼونه اودکرنې په سلګونو جريبه ځمکه زيانمنه شوي ده .

داندړوولسوالۍ يو مسوول باختراژانس ته وويل  چې دږلې داورښت له امله  داستوګنې په سلګونو کورنه ، دکرنې ځمکي  اوبڼونه ددغي ولسوالۍ په لسو سيمو کې زيانمن شوي دي .

ويل کيږي چې ددغې ږلې له امله  يو شمير خلک ټپيان شوي دي .

داندړو ولسوالۍ يو تن اوسيدونکى فريدشاه وويل ددغي ږلې له امله  دکورونو ښيښي ماتي شوي  ، زموږ زراعتي ځمکي ويجاړي شوي اودلسګونو بڼونو ميوو ته زيان رسيدلي دي.

ده وويل  چې تراوسه پورې  داسي ږلې يي نه وه ليدلي .

دفريد دڅرگندونوله مخې دهرې ږلې اندازه ديو چارمغر په اندازه و .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.